Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار( پژواک ٧ سلواغه ٩٣):د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند د ارګ بازار په سيمه کې د موټر سايکل بم په چاودنه کې څلور ملکي وګړي او څلور پوليس ټپيان شول.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه  نن ماښام د ٥:٣٠ بجو په شاوخوا کې وشوه ، چې له امله يې څلور ملکي وګړي او دوه پوليس ټپيان شول.

دى وايي چې چاودېدونکي توکي په يوه موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او هغه مهال چاودنه ورکړل شوه چې پوليسو پلې ګزمه کوله.

خو د کندهار د ميرويس روغتون نوکريوال ډاکټر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته له دې چاودنې ٨ تنه ټپيان  ور وړل شوي چې څلور يې پوليس او څلور يې ملکي وګړي دي.

 هغه وايي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.

د پېښې يو عيني شاهد عبدالشکور وايي ، له خپل دوکان څخه د کور پر لور روان و چې ناڅاپه يې د شا لوري ته زوروره چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه ، تر چاودنې وروسته يې وليدل چې څو تنه پوليس او ملکي وګړي ټپيان شوي    وو .

تر اوسه چا ددې  چاودنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.