Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه (پژواک،  ٨ سلواغه ٩٣): د وسله والو طالبانو يوه باوري سرچينه وايي، د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې يې د داعش په نوم د راپيدا شوې ډلې مشر ملا عبدالرووف خادم له ٤٥ وسله والو سره نيولى، خو امنيتي ادارې په دې اړه بې خبري ښيي.

ملا عبدالرووف خادم چې د طالبانو په واکمنۍ کې د هرات او کابل د قول اردو قوماندان پاتې شوى، څه موده مخکې د سلګونو مخپټو وسله والو په مشرۍ د داعش د پلويانو په نوم د هلمند شمالي ولسوالۍ ته تللى و.

د هلمند په شمالي ولسواليو کې يوه برحاله طالب قوماندان د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هلمند لپاره د طالبانو د والي ملا عبدالرحيم اخوند په امر يې نن سهار د کجکي ولسوالۍ د اذان په سيمه کې ملا عبدالرووف خادم له ٤٥ وسله والو سره بې وسلې کړى او نيولى دى.

سرچينه وايي، نيول شوى وسله وال تر اوسه له دوى سره دى او په اړه به يې پرېکړه وروسته د ده په وينا، د دوى د ليکو ديني علما او قاضيان وکړي.

هغه زياته کړه، د ملا خادم د نيولو امر ځکه ورته شوى و چې هغه د ده په خبره، د اسلامي امارت پر ضد و او د اسلام خلاف کارونه يې کول.

د کجکي ولسوالۍ قومي مشر او د هلمند د اصلاحي ټولنې غړي عبدالاحد معصومي پژواک ته وويل، چې د ملا عبدالرووف خادم او ځايي وسله والو تر منځ په دې وروستيو کې ډېرې ستونزې پيدا شوې وې.

دى وايي: ((ملا خادم  چې ځان په داعش ډلې پورې تړي، د تېرې پنجشنبې په ورځ يې د کجکي د اذان په سيمه کې ځايي خلک په زور راټول کړي وو او ورته يې ويل چې ملا عمر نشته او خلک بايد تر دې وروسته زما ملاتړ وکړ؛ ملا خادم دې سيمې ته له لسګونه موټرو او مخپټو وسله والو سره راغلى وو او کله چې ولاړ په سبا يې طالبان سيمې ته راغلل او خلکو ته يې ويل چې ملا خادم کافر دى او نه بايد د هغه ملاتړ وکړئ.))

د نوموړي په وينا، د ملا خادم له نيولو نه دى خبر، خو په دې وروستيو کې يې له طالبانو سره ډېرې ستونزې پيدا شوې وې.

د کجکي ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن فيض الله اخوند پژواک ته وويل چې د ځايي طالبانو او د نوو راپيدا شوو مخپټو وسله والو تر منځ ډېرې ستونزې پيدا شوې، خو دى د ملا خادم له نيولو نه دى خبر.

هغه زياته کړه، نن (د سلواغې ٨مه) د هلمند لپاره د طالبانو والي ملا عبدالرحيم اخوند د کجکي ولسوالۍ اولنګ سيمې ته ورغلى او هلته له ځايي طالبانو سره غونډه لري خو هغه د غونډې د څرنګوالي په اړه بې خبري وښوده.

پژواک خبريال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالب وياند قاري يوسف احمدي  نظر واخلي، خو بريالى نه شو، خو پژواک د نوموړي له ادرس څخه ځايي طالبانو ته استولى شوى هغه مسيج (پيغام) ترلاسه کړى، چې په کې د ملا خادم نيول تاييد شوي دي.

دا پيغام چې پژواک له ځينو طالب سرچينو ترلاسه کړى، په کې ليکل شوي: ((ملا عبدالرووف خادم له ٤٥ کسانو سره نيول شوى چې په اړه به يې وروسته پرېکړه کېږي.))

د هلمند د ملي امنيت د رياست يوه باوري سرچينه هم تاييدوي چې د دغو دوو ډلو تر منځ سخت مشکلات پيدا شوي، خو هغه د ملا خادم د نيولو په تړاو څه ونه ويل.

د هلمند د يوې حکومتي ادارې يو جګپوړى چارواکى د ملا عبدالرووف خادم په تړاو وايي، دى د طالبانو د مشر ملامحمد عمر له نږدې ملګرو و، د طالبانو د واکمنۍ په وروستي کال د شمال په جګړو کې ونيول شو او امريکا ته وسپارل شو.

سرچينه وايي، ملا خادم اووه کال په  ګوانتانامو زندان کې بندي و او په ۲۰۰۹زېږديز کال تر راخوشي کېدو وروسته، کابل ته راوړل شو او دلته د افغان حکومت تر څارنې لاندې و، خو څه موده وروسته کوټې ته وتښتېد او  د کوټې شورا غړی او د پوځي کمېسيون مشر وټاکل شو.

بلخوا بيا له طالبانو سره د ده د اختلافاتو خبرونه د روان لمريز کال د لړم مياشتې په ١٣مه خپاره شول.

يو شمېر پاکستاني رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګنې د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو له امله ملا خادم له دندې ګوښه شوى او هغه له اسلامي دولت (داعش) سره يو ځاى شوى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.