کابل (پژواک ٩ سلواغه ٩٣): د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله د ٢٠١٥ کال په نړيوال جام کې د ګډون په موخه د جمعې په ورځ د اسټراليا په لوري روانېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د سلواغې په ٩مه، په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره ملي لوبـډلې د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام ته لاره پيداکړې ده.
هغه زياته کړه، چې نړيوال جام د سلواغې په ٢٨مه، (د فبرورۍ په ١٤مه) پيلېږي، خو افغانستان به تر هغې مخکې له هندوستان، متحده عربي اماراتو او د اسټراليا له دوو ځايي لوبـډلو سره تمريناتي لوبې هم کوي.
دانش وايي، د دې لوبو ترڅنګ به د افغانستان ملي لوبډله په اسټراليا کې د ملي لوبـډلو د بهرنيو روزونکو له خوا د کرکټ په بېلا بېلو برخو کې نوره روزنه هم ترلاسه کوي.
د هغه په وينا، افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د سلواغې په ٢٨مه (د فبرورۍ په ١٨مه) له بنګله دېش سره ترسره کوي.
د کرکټ بورډ عمومي رييس وويل، چې د افغانستان کرکټ په کور کې دننه او په نړيواله کچه ډېر پرمختګ کړى او په نږدې راتلونکي کې به د کرکت د نړيوالې شورا د بشپړ غړي دريځ هم ترلاسه کړي.
بل خوا نن تر غرمې وروسته د اسټراليا سفارت، نړيوال جام ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د سفر په وياړ هغوى ته د مخه ښې پروګرام نيولى و.
په دې پروګرام کې د اسټراليا سفير مټ انډرسن، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش، اجراييه رييس شفيق الله ستانکزي، ملي لوبډلې او د هغوى روزونکو برخه اخيستې وه.
د اسټراليا سفير په خپله خبرو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په نړيوال جام کې د ښو هيلو څرګندونه او د دوى د برياليتوب لپاره يې دعا وکړه.
هغه زياته کړه، په اسټراليا کې زيات افغانان اوسېږي او له ځايي اوسېدونکو سره به يو ځاى د افغانستان د ملي لوبډلې د هڅونې لپاره د دوى د لوبو نندارې ته ورځي.
نوموړي د افغانستان د کرکټ د پرمختګونو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د افغانستان کرکټ په دې وروستيو کې ډېرې لاسته راوړنې لري.
د اسټراليا سفير په پاى کې د کرکټ هغه بېټ د افغانستان کرکټ بورډ ته ډالۍ کړ، چې د اسټراليا د ملي لوبډلې لوبغاړو پرې لاسليکونه کړي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د اسټراليا له سفير او سفارت څخه مننه وکړه، چې تل يې د دوى مادي او معنوي مرسته او ملاتړ کړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP