درېيم تعقيب – مهترلام (پژواک، ٩ سلواغه ٩٣): چارواکي وايي، چې د لغمان په ځانمرګي بريد کې د امنيه قوماندانۍ د جنايي مدير په ګډون ١٦ تنه وژل شوي او ٣٩ ټپيان دي.
دا پېښه، نن (د سلواغې ٩مه) شاوخوا درې بجې د مرکز مهترلام ښار اړوند د پهلوان بابا په سيمه کې د جنازې په مراسمو کې شوې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې پېښه کې ١٢ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٦ نور ټپيان دي، چې د دوو ټپي ماشومانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
ده زياته کړه، دغه راز په دې بريد کې د امنيه قوماندانۍ د جنايي مدير سمونوال خليل الرحمن نيازي په ګډون ٤ پوليس هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، دا پېښه د سيمه ييز پوليس سيدا جان او درې ملکي وګړو د تدفين په مراسمو کې، چې نن سهار د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې وژل شوي وو، رامنځ ته شوې ده.
ځواک وايي، د دې بريد ځانمرګى وژل شوى، خو يو بل شکمن ځانمرګى د امنيتي ځواکونو له لوري ژوندى نيول شوى، چې دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دى.
د لغمان د عامې روغتيا روغتون مرستيال ډاکتر دايم پژواک ته وويل، چې له دې پېښې ورته پنځه مړي او ٣٠ ټپيان ور وړل شوي دي.
عيني شاهدان بيا وايي، چې دغه بريد د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان د جنازې په مراسمو کې شوى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP