لښکرګاه (پژواک ١٠سلواغه ) : وسله والو طالبانو تېره شپه د هلمند کجکي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا رييس د لمانځه پرمهال په جومات کې پر ډزو وواژه .
د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن فيض الله اخندزاده د سلواغې په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل ، چې څلور تنه وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا رييس معصوم خان په جومات کې وژلى دى.
ده زياته کړه ، چې څلور تنه وسله وال طالبان د ملي اردو په يونيفورم کې جومات ته ننوتل او د ماخوستن پر لمانځه ولاړ د ټولنيزې شورا رييس معصوم خان چې زيات سپين ږيرى هم و، وواژه .
د ټولنيزې شورا د رييس د تره زوى عزيز احمد هم پژواک ته تاييد کړه ، چې معصوم خان وسله والو طالبانو په جومات کې پر ډزو وژلى دى.
د يوبل خبر له مخې ، دوه موټرسايکل سپرو وسله والو نن له غرمې مخکې په لښکرګاه کې د ملي پوليسو يو ساتمن پر ډزو وواژه .
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر باچاګل بختيار پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې په لس نيمو بجو رامنځته شوه .
ده زياته کړه چې دوو موټرسايکل سپرو وسله والو د لښکرګاه په سبزي مارکېټ ساحه پر يوه ساتمن ډزې وکړې او ځاى پرځاى يې وواژه .
دده په خبره ، چې په سيمه کې موجودو د ملي امنيت او جنايي موظفينو ياد بريدکوونکي نيولي او دا مهال ترې پوښتنې پيل شوې دي .
دا په تېرو دوه اونيو کې په لښکرګاه کې د ترور شاوخوا پنځمه پېښه ده چې رامنځته کيږي .