Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشراو اجراییه رییس نړیوال جام ته د کرکټ ملي لوبډله رخصت کړه

کابل ( پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۳ ) : د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني اواجراییه رییس ډاکټر عبدالله نړیوال جام ته د کرکټ ملي لوبډله رخصت کړه.

نړیوال جام ته تر روانیدو مخکې ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د افغانستانکرکټ بورډ له مشرتابه او د کرکټ ملي لوبډلې له غړو سره ولیدل.

دافغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د سلواغې په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې لیدنه کې دافغانستان کرکټ عمومي رییس نسیم الله
دانش ، اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي، د لوبډلې مدیر بشیر ستانکزی،نورو مسوولینو او د ملي لوبډلې لوبغاړو شتون درلود.

د هغه په وینا، تر هر څه مخکې دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش له ولسمشر څخه مننه وکړه، چې نړیوال جام ته تر روانیدو مخکې یې ملي
لوبډلې سره ولیدل او دوی یې رخصت کړل.

هغه زیاته کړه، چې له دې کار سره د ملي لوبډلې مورال اوچت شو او اوس به دوی په لوړ مورال سره چې د هیواد د ولسمشر ملاتړ ورسره وي، نړیوال جام کې
ګډون کوي.

نسیم الله دانش دغه راز ولسمشر ته د نړیوال جام او دافغانستان د لوبو په اړه معلومات ورکړل  او له ولسمشر یې وغوښتل چې که وخت ولري ، نو
دافغانستان د لومړۍ لوبې نندارې لپاره چې له بنګله دیش سره ترسره کیږي،اسټرالیا ته سفر وکړي.

نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل چې دافغانستان د کرکټ د نور پرمختګ لپاره د کرکټ د ادارې بودیجه زیاته کړه. دغه راز نسیم الله دانش وويل ، چې
پخواني ولسمشر د ملي لوبډلې لوبغاړو ته اپارتمانونه منظور کړي وو، خو یو شمیر لوبغاړي پاتې دي، هغه له ولسمشر څخه وغوښتل چې پاتې لوبغاړو ته هم د
اپارتمانونو د ورکړې منظوري ورکړي.

دکرکټ بورډ مشر وویل چې له پاکستان سره یې د کرکټ د پرمختګ لپاره خبرې کړي او ویې ویل چې د هندوستان په ګډون له نورو هیوادونو سره یې هم خبرې
روانې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني ملي لوبډلې او د کرکټ بورډ اداري مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې دی او ټول هیواد وال لاس په دعا دي چې ملي لوبډله
له نړیوال جام څخه ډک لاس هیواد ته  راستنه شي.

هغه زیاته کړه، چې ملي لوبډلې هیواد ته ویاړونه راوړي ، چې د هیوادوالو د خوښۍ سبب ګرځیدلي یاست او تاسو د ښو اخلاقو نوم ګټلی دی.

ولسمشر اشرف غني د ایف ټي پي د دریځ په ترلاسه کولو د کرکټ بورډ ادارې ته مبارکي ورکړه او سپارښتنه یې وکړه، چې له دې فرصت څخه باید ډیره ګټه پورته
شي.

نوموړي وویل چې په استرالیا کې یې دافغانستان سفیر ته هدایت کړی چې د نړیوال جام پر مهال د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره هر ډول مرسته
او همکاري وکړي.

هغه ژمنه وکړه، چې د کرکټ د ملي لوبډلې پاتې لوبغاړو ته به هم اپارتمانونه ورکړي.

د کرکټ د ملي لوبدلې کپتان نبي عیسی خیل له ولسمشر څخه مننه وکړه، چې د کرکټ لوبغاړي یې تل نازولي او ددوی غږ یې اوریدلی دی، هغه ولسمشر ته ډاډ
ورکړ، چې په نړیوال جام کې به ښه وځلیږي او هیواد ته به ویاړ راوړي.

نوموړي له ولسمشر څخه ددې مننه هم وکړه، چې د کرکټ په اداره کې یې په وخت تغیرات راوستل او دا بدلونونه یې دادارې په ګټه وبلل.

دغه راز د افغانستان د حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې هغه مهال چې د کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام کې د ګډون په موخه روانيده د مخه ښې پرمهال ورته وويل دى هيله لري چې   ملي لوبغاړي به د خپل افغاني غرور له مخې خپلو سیالانو ته ماتې
ورکوي.

هغه زیاته کړه، چې دی او ټول هیوادوال د ملي لوبډلې د بریاوو لپاره دعاګانې کوي .
اجراییوی رییس وویل چې د حکومت یو استازی به د ملي لوبډلې د تشویق لپاره اسټرالیا ته واستوي.

د کرکټ د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډري مولز نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د روزنې او تمریناتو په اړه معلومات ورکړل او له کرکټ بورډ یې
مننه وکړه، چې دوی ته یې لازم امکانات برابر کړي.

ټاکل شوې ده، چې د کرکټ نړیوال جام د فرورۍ په ۱۵مه، په استرالیا او نیوزیلینډ کې پیل شي، افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فرورۍ په ۱۸مه،
دبنګله دیش پر وړاندې ترسره کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.