Language

په جومات کې چاودنې اووه تنه ټپيان کړل

ایبک(پژواک ١٠سلواغه ٩٣ ): د سمنګان ولايت د دره صوف پائين ولسوالۍ په يوه جومات کې چاودنې اووه تنه ټپيان کړل . 

د دره صوف پائین ولسوال همایون برلاس پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن د جمعې له لمانځه وروسته د دغې ولسوالۍ په مرکزي جومات کې رامنځته شوه .

هغه وويل چې چاودنه له لرې څخه د کنټرولېدونکي ماين له امله رامنځته شوې ده .

د نوموړي په وينا،چې په دې چاودنه کې شپږ عام وګړي او يو د ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ اداري مدير ټپيان شوي دي.

 د برلاس په خبره ، چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه ښودل شوى دى.

ده ، وسله وال طالبان د دا ډول پېښو عاملين وبلل، خو تراوسه وسله والو طالبانو ددې پېښې په اړه څه نه دي ويلي .

  د دره صوف پائین يوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې د چاودنې پرمهال دى هم په جومات کې و .

 ده وويل، له چاودنې وروسته يې يو شميرعام وګړي وليدل چې په ټپي حالت کې پراته وه  .

نوموړي دا کار د اسلام او مسلمانو پرضد ناوړه او له نفرت څخه ډکه کړنه وبلله.