مزارشريف (پژواک، ١١ سلواغه ٩٣): د بلخ ولايت په مرکزي ملکي روغتون کې د بسترونو د کمښت له امله د ماشومانو درمليزې چارې له ستونزو سره مخ دي.
روغتيايي مسوولين وايي چې د ژمي له سوړوالي سره د بلخ ولايت ملکي روغتون ته هره ورځ په منځنۍ کچه تر ۵۰۰ پورې ناروغان د درملنې لپاره ور وړل کېږي چې د سالمې درملنې لپاره يې د ځای د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي.
بلخوا د ناروغو ماشومانو کورنۍ د مزارشريف په ملکي روغتون کې د درملنې پر مهال د ډاکټرانو له چلنده شکايت کوي.
د بلخ د ملکي روغتون- ابن سينا بلخي روغتون د ماشومانو د څانګې مسوول ډاکټر عبدالروف فروغ د سلواغې په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روانه مياشت کې د هوا د لا سړېدو له امله د ناروغو ماشومانو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی.
نوموړي زياته کړه چې په منځنۍ کچه د ماشومانو د درملنې څانګې ته د ورځې له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې ناروغان ورځي چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم وي.
د هغه په وينا، په دغو ناروغو ماشومانو کې تر ۵۰ پورې ماشومان د سينه بغل ناروغان وي، پاتې نور پر تنفسي، زکام، د وينې کموالي، خوار ځواکي او داسې نورو ناروغيو باندې اخته وي.
ډاکټر فروغ وويل چې هره ورځ تر ۴۰ پورې ماشومان د دې اړتيا لري چې بايد بستر شي چې دمګړۍ هم ۱۵۰ ناروغ ماشومان په بستر واټ کې تر درملنې لاندې دي.
خو ياد روغتون ته د درملنې په موخه د ور وړل شوو ځينو ماشومانو کورنۍ وايي چې د درملنې پر مهال ورسره ډاکتر ښه چلند نه کوي.
د بلخ د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکي صالح محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه يې خپل ۴ کلن ماشوم د درملنې لپاره روغتون ته راوړی دی.
نوموړي زياته کړه: ((ډاکټران مې د ماشوم حالت په نظر کې نه نيسي، کله مې يو دهلېز ته لېږي کله بل ته، کله يو څه وايي او کله بل څه، موږ هره شېبه د خپل ماشوم له ناروغۍ سره وينې غړپ کوو.))
خو مېرمن سُميه چې په بستر واټ کې پر چپرکټ ناسته وه، د خپل ماشوم زوی په درملنه کې له ډاکترانو خوښه وه.
نوموړې وويل چې ۲ کلن زوی يې خوارځواکى شوى چې ډاکترانو د سالمې درملنې لپاره له تېرې ورځې بستر کړی دی.
د هغې په وينا، ساعت په ساعت ډاکتران ورځي او د زوی احوال يې اخلي.
د ماشومانو د څانګې مسوول ډاکټر فروغ وويل چې د خلکو له خوا شوي شکايتونه تر يو ځايه پر ځای دي خو دا په دې معنا نه چې په روغتون کې يې سمه درملنه نه کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((مشکل دا دی چې په سطحي توګه د ناروغ ماشوم درملنه هم تر ۷۲ ساعتونو پورې وخت غواړي او که چېرې د خطر حالت ته نږدې شوی وي؛ نو د يو ماشوم درملنه تر ۲۱ ورځو پورې درملنې ته اړتيا لري.))
خو د هغه په وينا، د ماشومانو کورنۍ په هر حالت کې غوښتنه کوي چې بايد ناروغ يې زر تر زره ورغول شي.
د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرويس ربېع پژواک ته وويل چې د مزارشريف ملکي روغتون ته د ژمي له پيله هره ورځ تر ۵۰۰ پورې يخ وهلي، سينه بغل او د تنفسي ناروغيو ماشومان د درملنې لپاره ور وړل کېږي.
نوموړي زياته کړه چې په يادو ماشومانو کې ډېر يې د سالمې درملنې په موخه بستر ته اړتيا لري.
د هغه په وينا، د دوی بنسټيزه ستونزه د ماشومانو د درملنې په برخه کې د بستر د کمښت مسئله ده.
ربېع وويل چې ابن سينا بلخي ۶۰۰ بستريز روغتون کې د ماشومانو لپاره ۸۰ بسترونه ځانګړي شوي خو د دوی اړتيا د دې دوه برابره وي.
نوموړي ومنله چې د ماشومانو د درملنې په واټ کې درمليز نظم په سمه توګه نه مراعاتېږي خو زياته يې کړه: ((دغه مشکل د خلکو د ډېر بېروبار له امله رامنځ ته کېږي، په يو چپرکټ کې د يو ماشوم پر ځای تر درېيو پورې ماشومان بستر وي او له هر ماشوم سره يو يا دوه پايوازان هم وي؛ نو دغه ډول بيروبار ستونزې راولاړوي.))
د هغه په وينا، پر دغو حالاتو سربېره هم دوی هڅه کوي چې درمليزې چارې په ښه توګه ترسره کړي او همدا لامل به وي چې د ماشوم د مړينې کچه په کې خورا کمه ده.
ډاکتر ربېع وويل چې په ابن سينا روغتون کې د ماشومان د مړينې کچه يوازې تر ۴ سلنې پورې رالنډه ده.
نوموړي زياته کړه چې څو کاله وړاندې د ماشومانو د مړينې کچه تر ۱۰ سلنې هم ډېره وه چې د ابن سينا روغتون د چارو او ماشومانو ته د واکسين کولو له لارې هر کال په پرله پسې توګه کمه شوې چې دمګړۍ يې کچه ۴سلنې ته راټيټه شوې ده.