کندهار (پژواک ١٢ سلواغه ٩٣): د کندهار ديني عالمانو په يوه غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د امنيت او ثبات په ټينګښت کې دې د خپلو ملي ځواکونو ملاتړ وکړي.
دغه غونډه نن د سلواغې په ١٢مه د کندهار په ښار کې جوړه شوې وه چې په کې د عالمانو شورا او د سولې ولايتي شورا د غړو ترڅنګ د ښار او ولسواليو لسګونو ديني عالمانو برخه اخيستې وه.
غونډې ته د کندهار د ديني عالمانو د اصلاحي ټولنې مشر مولوي عبيدالله فيضاني وويل چې په تېرو ديارلسو کلونو کې افغانستان د دې جوګه شو چې د خپل هېواد او خلکو ساتنې ته ژمن امنيتي ځواکونه ولري.
هغه زياته کړه، په داسې حال کې چې اوس مسووليتونه له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته لېږدول شوي، په کار ده خلک د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي، څو هغوى وکړاى شي په ښه توګه امنيت خوندي کړي.
نوموړي دا هم وويل چې له دې سره نور د وسله والو مخالفينو دا بهانه هم پاى ته رسېدلې چې د بهرنيو ځواکونو شتون يې د جګړې د اوږدولو لامل ګاڼه.
هغه پر وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ چې له دې فرصت څخه په ګټې اخيستو دې له جګړې لاس واخلي او په هېواد کې دې ارام ژوند وکړي.
د کندهار د سولې د ولايتي شورا مشر حاجي عطامحمد احمدي وويل چې په ټولنه کې د ديني عالمانو رول ډېر مهم دى، په کار ده چې هغوى له دولت سره په ګډه کار وکړي او هغوى ته د چارو د تر سره کولو لپاره مشورې ورکړي.
هغه زياته کړه، بالاخره هغه ورځ رارسېدلې چې ټول وګړي د مسووليت احساس وکړي، ځکه له بهرنيو ځواکونو څخه د مسووليتونو په لېږد سره دا بار اوس د خلکو پر اوږو اچول شوى.
هغه غوښتنه وکړه چې خلک دې د خپل دولت او امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او په مقابل کې دې دولت خلک د ځان کړي، همدا د يوه دولت د پايښت او قانونيت راز دى.
نوموړي په دې لړ کې پر وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ چې د پرديو لپاره نور له جګړې لاس واخلي او د خپل هېواد او خلکو د راتلونکي په اړه دې فکر وکړي.
په کندهار کې د اهل تشيع د مرکزي امام بارګاه امام خطيب هم ورته څرګندونې وکړې او دا يې د جوماتونو د امامانو دنده وګڼله چې خلک د ثبات او ټولنيز ژوند په ګټو وپوهي او هغوى وهڅوي چې د امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
د نوموړي په وينا، د بهرنيو سرتېرو د ماموريت د پاى ته رسېدو وروسته دا د خلکو دنده ده چې د خپل هېواد د راتلونکي په اړ فکر وکړي او پرېنږدي چې جګړې دوام پيدا کړي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ شي.
ګڼ شمېر نورو ديني عالمانو هم په خپلو څرګندونو کې خلک د امنيتي ځواکونو ملاتړ ته راوبلل او ژمنه يې وکړه چې په دې برخه کې به له دولت سره په ګډه کار کوي.