Language

“د لوګر د څرخ ولسوالۍ د يو شمېر پوليسو معاشونه چارواکي اخلي”

پل علم (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٣): چارواکي وايي چې د لوګر د څرخ ولسوالۍ لپاره د ٧٥ پوليسو له تشکيله ٢٠ پوليس دندو ته حاضرېږي او پاتې غير حاضر دي، خو معاشونه يې چارواکي اخلي.

د څرخ ولسوال خليل الله کمال پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده ولسوالي په تشکيل کې ٧٥ پوليس  لري، خو له ډېرې مودې راهيسې يواځې ٢٠ پوليس دندو ته حاضرېږي.

ولسوال  زياتوي چې د ٥٥ په شمېر نور پوليس دندو ته نه راځي، خو د ده د معلوماتو له مخې معاشونه او اعاشه يې حواله دي او چارواکي يې خپلو جېبونو ته اچوي.

کمال ونه ويل چې دا امکانات کومو چارواکو ته انتقالېږي، خو يادونه يې وکړه: ((دا د فساد او بې عدالتۍ ښکاره بېلګه ده چې پوليس او د هغوى امکانات د څو چارواکو په اختيار کې دي.))

ولسوال وايي: ((غير حاضر پوليس يا خو د امنيه قوماندانۍ له چارواکو سره دي يا په کورونو کې؟، اعاشه اباته يې دلته حواله ده خو دلته نه را رسېږي هلته شخصي جېبونو ته اچول کېږي.))

نوموړي يادونه وکړه چې امنيتي وضعيت ته په کتو ٢٠ پوليس نه شي کولاى د ولسوالۍ مقام امنيت وساتي ځکه د ده په وينا يو شمېر پوليس ناروغه کېږي او يا ځينې يې په رخصتيو کورونو ته ځي.

د هغه په خبره، په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو يو ټولى شته چې شاوخوا ٨٠ سرتېري لري او په بېلابېلو سيمو کې مېشت دي.

د څرخ امنيه قوماندان سمونيار محب الله پژواک اژانس ته تاييد کړه چې ياده ولسوالي په تشکيل کې ٧٥ پوليس  لري، خو يواځې ٢٠ يې دندو ته حاضر دي.

امنيه قوماندان د غيرحاضرو پوليسو د نه راتګ د لامل او په معاشونو کې يې د فساد په اړه څه ونه ويل، خو يادونه يې وکړه چې دا پوليس نه شي کولاى د ټولې ولسوالۍ امنيت وساتي.

ده وويل چې په دې ولسوالۍ کې د پوليسو د تشکيل او امکاناتو د نشتوالي له امله ٩٠سلنه سيمې د طالبانو په ولکه کې دي او دوى يواځې په دفاعي حالت کې ولسوالۍ او څو پوستې ساتي.

سمونيارمحب الله وايي: ((اوس ډېرې سيمې له طالبانو سره دي، خو که امکانات راکړل شي بيا به وسله والو طالبان د دې توان ونه لري چې پر سيمو نفود ولري.))

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالولي طوفان تره کى نه تاييدوي چې د څرخ د پوليسو په تشکيل او امکاناتو کې دې اداري فساد شوى وي.

تره کي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زه د فساد مسئله په کلکو ټکو ردوم خو نه شم کولاى چې د پوليسو د شمېر په اړه معلومات ورکړم؛ ځکه دا يو محرم راز دى. خو په څرخ کې زموږ تشکيل کم دى.))

د امنيه قوماندانۍ دا چارواکي وړانديز کوي چې په څرخ ولسوالۍ کې دې تر هر څه لومړى بايد ملکي اداره سالمه شي؛ ځکه د ده په وينا په ياده ولسوالۍ کې د حکومتولۍ چارې کمروزې دي.

د لوګر سرپرست والي نيازمحمد اميري له پژواک سره په خبرو کې ومنله چې پر يو وخت ښايي په څرخ کې ټول پوليس دندو ته نه وي حاضر، خو د هغو په تشکيل کې يې د اداري فساد په اړه څه ونه ويل.

اميري له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د څرخ ولسوالۍ په ګډون د دغه ولايت لپاره د پوليسو تشکيل ډېر کړي.

د څرخ د سيمه ييزې شورا غړي حاجي بسم الله پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي او حکومت نه دى توانېدلى څو دلته ښه حکومتولي وکړي.

نوموړي وويل: ((خلک له حکومته لرې پاتې شوي او هېڅ ډول رابطه يې تر منځ نه شته؛ ځکه دلته اداره نه شته او امنيه قوماندانۍ هم يواځې خپل ځان ساتي.))

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د څرخ ولسوالۍ لپاره پاملرنه ډېره کړي او د پوليسو تشکيلات يې ډېر کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.