کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٣): د ولسمشر وياند وايي چې د ملي دفاع وزارت اړوند د تېلو ټول قراردادونه لغوه اعلان شوي او دا به له سره داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.
د ولسمشر وياند نظيف الله سالارزي دغه څرګندونې د سلواغې په ١٢مه مازديګر ناوخته د حکومت د رسنيو په دفتر کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړه چې ولسمشر نن د ملي دفاع وزارت له مسوولينو، د دغه وزارت د تېلو له قرارداديانو او د هغو شرکتونو له مسوولينو سره چې قراردادونه يې نه دي ترلاسه کړي، وليدل.
سرچينې زياته کړه چې په دې غونډه کې اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ناټو د نوي ماموريت مسوولين، سيستيکا او سيګار ادارو مسوولينو هم برخه اخيستې وه.
سالارزي وويل چې په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت د تېلو د قراردادونو تر څنګ د اوو نورو لوىو قراردادونو څېړنه هم وشوه.
د هغه په وينا، ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې د هغو ادعاوو په اړه د سپيناوي غوښتنه وکړه چې د يوه شرکت له خوا د ملي دفاع وزارت د تېلو پر قرارداد د شاوخوا ٢١٥ ميليونه ډالرو د توپير په اړه کړې ده.
دى وايي، په قرارداد کې ياد توپير د بهرنيو ځواکونو او د امريکا د ځانګړي مفتش ادارې (سيګار) له خوا هم تاييد شوى، دغه راز دغه توپير د ملي دفاع وزارت د تدارکاتو د رياست په راپور کې هم ياد شوى دى.
سالارزي وويل چې په اوو نورو لويو قراردادونو کې هم حقوقي او تخنيکي ستونزې شته دي.
د ولسمشر وياند وويل، د غونډې د ګډونوالو له خوا د يادو قراردادونو په اړه د توضحياتو تر اورېدو وروسته ولسمشر د حميدالله فاروقي په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده وسپارله چې دغه قراردادونه په سمه توګه وڅېړي.
د هغه په وينا، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ملي دفاع وزارت د تېلو ټول اوسني قراردادونه لغوه شي.
سالارزى وايي په دې غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د ملي دفاع وزارت خپلې ټولې تدارکاتي دوسيې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري او د ار ډي اېس صلاحيتونه د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي تدارکاتو په تشکيلاتو کې مدغم شي.
سرچينه زياتوي، تر دې وروسته به د امنيتي او دفاعي وزارتونو د تدارکاتو څانګه ملکي کېږي او د ولسمشرۍ ماڼۍ اړوند د ملي تدارکاتو تر رياست لاندې به کار کوي.