مزارشريف (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٣): د شمال زون د ډاياګ پروسې مسوولين وايي چې په دغه زون کې د ترهګرو ډلو تر څنګ غير مسوول وسله وال ګروپونه هم شته دي.
دغه څرګندونې د شمال زون د ډاياګ پروسې مسوول جنرال عبدالمنان د سلواغې په ۱۲مه د بلخ له امنيه قوماندانۍ څخه د لسګونه ميله وسلو د تسلمۍ د مراسمو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه زياته کړه چې په شمال زون کې د وسله والو طالبانو او نورو نړيوالو ترهګريزو ډلو سربېره نامسوولې وسله والې ډله هم شته دي.
نوموړي د کومې ځانګړې ډلې نوم او پېژندنه په ډاګه نه کړه خو زياته يې کړه، هر هغه څوک چې پرته له سند څخه وسلې ګرځوي نو غير مسوول وسله وال دی.
د هغه په وينا، داسې ډلې هم شته چې د افغان ځواکونو په چوکاټ کې نه دي خو ولې له ځان سره وسلې ګرځوي.
جنرال منان وويل چې د امنيت شورا د پرېکړې پر بنسټ د سند لرلو پر مهال يواځې د دوه ميله سپکو وسلو د ګرځېدو اجازه شته؛ خو ځينې کسان له دې زياتې ګرځوي.
نوموړي زياته کړه چې د شمال زون له پنځو ولايتونو څخه په روان کال کې ۶۷۰ ميله بېلابېل ډوله وسلې دوی ته سپارل شوې دي.
د هغه په وينا په دغو وسلو کې ۲۰ سلنه د سولې پروسې له لارې د تسليم شوو وسله والو مخالفينو وسلې دي.
جنرال منان وويل، همداراز پاتې ۸۰ سلنه يې د ولايتونو د ملي امنيت او امنيه قوماندانيو له خوا د بېلابېلو جنايي او جګړه ييزو پېښو پر مهال ترلاسه شوې دي.
د بلخ سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري ډاياګ ته د نننيو ۳۶ ميله وسلو په اړه پژواک ته وويل چې دغه وسلې يې په بېلابېلو پېښو کې د تېرو څو مياشتو په اوږدو کې ترلاسه کړې دي.
نوموړي زياته کړه چې په دغو وسلو کې ۸ ميله کلاشينکوفونه، ۲۳ميله تومانچې، ۲ ميله ار پي جي راکټونه او درې بېلابېل ډوله ټوپک شامل دي.
د هغه په وينا، په دغو وسلو کې ۳۳ ميله په بېلابېلو جنايي پېښو کې له مجرمينو ترلاسه شوي، چې ورسره ۲۰ تورن کسان هم نيول شوي دي.
همداراز پاتې درې ميله يې په جګړو کې امنيتي مسوولينو ترلاسه کړې دي.
قادري وويل چې په روان کال کې د بلخ د امنيه قوماندانۍ له خوا د يادو وسلو په ګډون ۱۰۲ميله بېلابېلې وسلې د ډاياګ پروسې ته سپارل شوې دي.
د شمال زون د ډاياګ پروسې مسوول جنرال منان وويل چې د تېرو نهو کلونو په ترڅ کې له هغه مهاله چې په شمال زون کې د ډاياګ پروسه پيل شوې ۱۵۰غير مسوولې وسله والې ډلې بې وسلې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، له کله چې د سولې پروسه پيل شوې نو د ډاياګ د وسلې ټولولو چارې هم له يادې پروسې سره تړل شوې دي.
د هغه په وينا، د سولې پروسې له پيله تر دې دمه له وسله والو طالبانو او له القاعدې سره د تړاو لرونکو وسله والو نور غير مسوولې وسله والې ډلې نه دې بې وسلې کړي.
د شمال زون د ډاياګ پروسې مسوول پر دې ټينګار وکړ چې لا هم په شمال زون کې له وسله والو طالبانو او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو پرته هم غير مسوول وسله وال ګروپونه شته دي.
نوموړي زياته کړه چې د هېواد د ملي امنيت شورا د فيصلې پر بنسټ که څوک جواز هم ولري له دوه ميله ډېره وسله نه شي ګرځولى.