فراه – غزني ( پژواک، ١٢ سلواغه ٩٣): په فراه او غزني ولايتونو کې سلګونو تنو لاريون کوونکو حضرت محمد (ص) ته د منسوب کاريکاتور چاپول وغندل او په کابل کې يې د فرانسې سفارت د تړل کېدو غوښتنه وکړه.
” شارلې اېبدو” فرانسوي ورځپاڼې، يو ځل مخکې د اسلام پيغمبر( ص) ته منسوب کاريکاتور چاپ کړى او يو ځل يې څه موده مخکې وروسته له هغه بيا چاپ کړ، چې د دې ورځپاڼې پر دفتر خونړى بريد وشو.
د يادو کاريکاتورونو د بيا چاپ له امله نن سلګونو تنو د فراه ولايت په مرکز کې د شهيدانو له څلور لارې د مېرمن نازو تر څلور لارې لاريون وکړ.
په فراه کې د مدني ټولنو د شبکې مسوول جاوېد تابش او د دې لاريون ګډونوال چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې، د يادو کاريکاتورونو چاپول په سختو ټکو وغندل او له دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې په کابل کې د فرانسې سفارت وتړي.
دغه راز ده د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې يو موټى شي او په يوه خوله دا ډول کړنو ته ځواب ورکړي، تر څو په راتلونکې کې څوک پر مسلمانانو د ملنډو وهلو جراات ونه کړي.
بلخوا د غزني ولايت سلګونو اوسېدونکو او د مدني ټولنو استازو هم تېره ورځ ناوخته د فرانسوي مجلې له لوري د حضرت محمد ( ص ) د کاريکاتور د خپرېدو په غبرګون لاريون وکړ.
لاريون کوونکو د فرانسې هېواد پر ضد شعارونه ورکول او له افغان دولت څخه يې غوښتنه کوله چې په هېواد کې د فرانسې سفارت وتړي.
د ژمن مدني ټولنې مشر نقيب الله خاکسار د لاريون په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې رسول الله ( ص) ته د منسوب کاريکاتور د خپرېدو له امله ډېر خفه دى او دا پېښه غندي
هغه وايي .چې حکومت بايد په دې تړاو جدي غبرګون وښيي او که نه نو دوى به خپلو لاريونو ته دوام ورکړي.
د هېواد د پلازمينې کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې خلکو د يادې فرانسوۍ مجلې پر ضد پراخ لاريونونه کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP