کندوز (پژواک ١٢ سلواغه ٩٣): د کندوز امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د وروستيو نا امنيو او سړي تښتونو د ډېرېدو له امله يوولس امنيتي منسوبين له دندو ګوښه کړل شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيدجهانګير کرامت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پوليس چارواکي له دې پرته چې په خپلو دندو کې په ټنبلۍ تورن شوي و، يو شمېر يې د دولت له وسله والو مخالفينو سره د لاس لرلو په شک له خپلو دندو ګوښه کړل شوي دي.
هغه د دغو منسوبينو د هويت په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه، چې دغو کسانو د سړي تښتونو، نا امنيو د ډېروالي په قضيو کې په لاس لرلو او له خپلو دندو څخه د ناوړه ګټو پورته کولو له امله لرې شوي او پر ځاى به يې يوولس نوي کسانو په دندو وګومارل شي.
د امنيت امر زياته کړه، چې د دغو کسانو له دنده ګوښل او پر ځاى يې د نورو کسانو په ګومارل کېدو سره به امنيتي وضعيت ښه او د سړي تښتونې پېښې راکمې شي.
تېره اونۍ هم يو شمېر امنيتي چارواکو ويلي و، چې په کندوز ښار کې د يوه سوداګر له تښتولو وروسته د دغه ولايت والي د ملي امنيت او پوليسو څلور منسوبين په خپلو دندو کې د ټنبلۍ له امله له دندو ګوښه کړي دي.
دغه کسان په داسې حال کې له خپلو دندو ګوښه کېږي چې يو شمېر صرافانو او سوداګرو په وروستۍ اونۍ کې د سړي تښتونو د ډېرېدو په تړاو د لاريونونو د تر سره کولو په ترڅ کې اندېښنه څرګنده کړې او په دغو پېښو کې يې د پوليسو يو شمېر منسوبين په لاس لرلو تورن کړي وو.
د هغه په وينا، د سيمه ييزې ادارې کمزورتيا د دې لامل شوې، څو دغه ولايت د مافيايي کړيو او سړي تښتوونکو لپاره د فعاليت کولو لپاره يو غور ولايت وګرځي.
خو د کندوز والي محمد عمر صافي په پرونۍ غونډه کې د سړي تښتوونکو پر وړاندې له سختې مبارزې خبر ورکړى او ويلي يې دي، دوه سړي تښتوونکې ډلې چې په دې وروستيو کې يې دوه ماشومان د دغه ولايت له اړوند سيمو تښتولي و، نيولي او ماشومان يې د هغوى کورنيو ته سپارلي دي.
د کندوز والي څرګنده کړې، چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولايت مرکز او شپږو ولسواليو کې د تښتونې ١٤٢ پېښې رامنځته شوې، چې د دغې لړۍ کچه په وروستيو مياشتو کې لوړه شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP