Language

پنځه وسله وال طالبان په خپلمنځي نښته کې وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۳): چارواکي وايي چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو تر منځ په خپلمنځي نښته کې پنځه تنه وژل شوي دي.

د غزني د سرپرست والي وياند شفيق ننګ د سلواغې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په زرين کلي کې رامنځته شوې  ده.

هغه زياته کړه چې په دې سيمه کې د سرحدي او مدثر په نومونو د وسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو تر منځ نښته شوې چې په پايله کې يې د سرحدي قوماندان پنځه وسله وال وژل شوي دي.

ننګ وايي چې د دوى تر منځ د خپلمنځي نښتې لامل نه دى څرګند شوى.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي رحيم الله وايي، د وسله والو طالبانو تر منځ نښته د پيسو پر سر رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، يوې ډلې له يوه چا پيسې اخيستې وې، نو هغه بلې ډلې هم له اړوند کسانو څخه د پيسو غوښتنه کړې وه.

رحيم الله په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.