مزارشريف ( پژواک، ١٥ سلواغه ٩٣ ) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د نوي کال د نوروز جشن د هراړخيز چمتوالي لپاره بېلابېلې چارې پيل شوې دي.
د هر كال د وري په لومړۍ نېټه، د بلخ په مركز (مزارشريف) كې د نوروز جشن د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايت مآب جنډه پورته کېږي.
په دغو مراسمو كې، چې تاريخي او کلتوري مخينه لري، د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي برخه اخلي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د سلواغې په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نوروز جشن د هراړخيزو تدابيرو د چمتوالي په موخه هر کال د بلخ ولايت مقام له خوا کمېسيون ګومارل کېږي، چې د راتلونکي کال د جشن لپاره جوړ شوي کمېسيون خپلې چارې پيل کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په ياد کمېسيون کې فرهنګي، امنيتي، د ښار د پاکوالي، روغتيايي، د روضې او شاوخوا ساحو د ښکلي کولو، د بيو د څارنې او مالي کمېټې شاملې وي.
د هغه په وينا، دوه ورځې وړاندې د ولايت مقام په اداري مجلس کې ياد کمېسيون جوړ او د چارو د پيل امر ورته وکړای شو.
د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق ، چې په ياد کمېسيون کې د فرهنګي کمېټې مسووليت لري، پژواک ته وويل، چې دوی د جشن د هنري او کلتوري برخې د سمبالښت لپاره په چارو پيل کړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې په مزراشريف کې د نوروز جشن او ګلسرخ مېله سربېره پر دې، چې سيمه ييز حيثيت لري؛ خو تر ډېره د افغانانو لپاره د کلتوري ارزښت تر څنګ مذهبي رنګ هم لري.
د هغه په وينا،دوی دنده لري،چې د جشن په اوږدو کې بېلابېل فرهنګي، هنري او ادبي پروګرامونه چمتو کړي.
د اطلاعات او فرهنګ رييس وويل، چې د راتلونکي جشن ګډونوال به هم د تېرو کلونو د جشنونو په څېر د کنسرتونو، ادبي ناستو او نندارو شاهدان وي.
د بلخ سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري، چې په ياد کمېسيون کې د امنيتي کمېټې مسووليت لري، پژواک ته وويل، چې د نوروز جشن لپاره يې امنيتي پلان چمتو او په پرله پسې توګه د عملي کېدو په حال کې دي.
نوموړي زياته کړه، چې له همدې شېبې د مزارښار شاوخوا سيمو کې امنيتي ګزمې پيل شوي او د ښار د څارنې چارې زياتې شوې دي.
د هغه په وينا، د ياد پلان له مخې به دوی د ښار شاوخوا په امنيتي پوستو او کمربندونو کې زياتوالي راولي، چې له امله به يې ښار ته راتلونکې ټولې لارې تر څار لاندې وي.
قادري وويل، چې په دغو امنيتي تدابيرو کې ټول افغان ځواکونه برخه لري.
د مزار ښاروال محمد يونس مقم، چې د نوروز جشن د چمتوالي د کمېسيون غړيتوب لري، پژواک ته وويل، چې د روضې او شاوخواساحو د سړکونو د سينګار د چارو پلان چمتو شوی.
نوموړي زياته کړه، چې ټوله روضه به د برېښنا پر وړو وړو ګروپونو وپوښل شي او د روضې د شاوخوا سړكونو څلورلارو كې به هم همدا شان ګروپونه وځړول شي.
هغه وايي، چې دغه ګروپونه د شپې له خوا روضه او شاوخوا سيمه يې روښانه ساتي، چې د جشن په شپو كې ښار ته يوه ځانګړې ښكلا ورکوي.
مقيم وويل، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د مزارشريف د ټولو هوټلونو او مسافرخانو كتنه په دې موخه پيل كړي، چې هر هوټل او مسافرخانه د پاكوالي پام وساتي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد وويل، چې د راتلونکي کال د جشن ګډونوال به د بيارغونې له امله د روضې د نوي تصوير شاهدان وي.
نوموړي زياته کړه، چې د روضې په انګړ کې د هېواد په کچه د ستر جومات جوړېدو چارې پای ته رسېدونکې دي او همداراز د روضې څلورو خواوو ته نوې څلور سترې دروازې هم جوړې شوي، چې د نوي کال په درشل کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د هغه په وينا، دوی په تمه دي چې د راتلونکي کال په جشن کې به هم د تېرو کلونو په څېر زيات شمېر خلک ګډون وکړي.