مزارشریف ( پژواک،١٤ سلواغه ٩٣): د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان وايي، د روانې مياشتې له پيل راهيسې په شمال زون کې ٨٦ وسله وال مخالفين او څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
د شمال زون د ۲۰۹شاهين قول ادرو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا د سلواغې په ۱۴مه، له ملي اردو څخه د يو شمېر زده کوونکو او محصلينو د ملاتړ په غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده موده کې په دې زون کې ١٤٢ وسله وال مخالفين او ١١ د ملي اردو منسوبين ټپيان شوي هم دي.
ده زیاته کړه، چې د کندوز امام صيب ولسوالي، د فاریاب قيصار او المار ولسوالۍ او د سرپل، بغلان او جوزجان ولايتونو ځينې سيمې په نسبي توګه د وسله والو مخالفينو د شتون تر ګواښ لاندې دي.
د هغه په وینا، د همدې ګواښ د له منځه وړلو په موخه د روانې سلواغې مياشتې له پيل راهيسې د شمال زون په نهو ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د “فتحې” په نامه ګډ چاڼيز عمليات روان دي.
د ویسا په خبره ، راپورونه ښيي چې د دې عملياتو په ترڅ کې په کندوز کې ۶۲وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۰۰نور ټپيان دي؛ په فارياب کې ۱۶وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۸ټپيان دي او په سرپل ولايت کې ۸ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۴نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
د شاهين قول اردو قوماندان، په شمال کې د “داعش” د شتون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، دا مني، چې په هېواد کې د داعش په نامه ډله د ځای موندلو په هڅه کې ده.
هغه زياته کړه: “موږ ته د دښمن نوم ارزښت نه لري، دا پر موږ اغېز نه کوي، چې نن له سپينو جامو والاوو سره جنګېدو او سبا به د تورو جامو والاو سره جنګېږو؛ هر څوک چې د افغانستان دښمن وي زموږ د ټوپک خوله به هماغه خوا وي.”
خو د نوموړي په وينا، په شمال زون کې تر دې دمه د روانو عملياتو په ترڅ کې د داعش په نامه له کومې ډلې سره نه دي مخ شوي.