Language

پکتيکا کې پر سېلاب ځپلو ٣٥٢  ټنه غنم ووېشل شول

ښرنه (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٣): په پکتيکا کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست دې ولايت کې پر څه باندې ٣٥٠٠ سېلاب ځپلو کورنيو ٣٥٢ ټنه غنم ووېشل.

دا مرستې نن په مرکز ښرنه کې ددې رياست د چارواکو له خوا ووېشل شول. چارواکي وايي چې دوى هرې کورنۍ ته ١٠٠ کيلو ګرامه غنم د مرستې په توګه ورکړي دي.

د روان ١٣٩٣ کال په زمري مياشت کې سېلابونو د پکتيکا په مټاخان، يوسف خېلو، خيرکوټ، سرروضه او اومنه ولسوالۍ خلک زيانمن کړل. که څه هم دې سېلابونو د سر زيان نه درلود خو زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې او باغونه يې له منځه يوړل.

دا مرستې تر سېلابونو شاوخوا پنځه مياشتې وروسته وېشل کېږي. خو چارواکي وايي چې دوى له همغه وخت راهيسې د زيانمنو خلکو د ثبت لړۍ پيل کړې اوس يې ورته د مرستې په توګه غنم ورکړل.

پکتيکا کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس عبدالهادي هادي پژواک اژانس ته وويل چې دوى د سيلابونو له پيل راهيسې زيانمن شوې کورنۍ تشخيص کولې ترڅو د دولت له خوا کېدونکې مرستې اړو کسانو ته ورسېږي.

هادي وايي چې دې رياست ټول ټال ٣٥٢  ټنه غنم په دغو زيانمن شويو خلکو ووېشل او له هرې کورنۍ سره يې د سلو کېلو ګرامو غنمو مرسته وکړه.

محمد يعقوب چې د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکى دى او له مرسته شويو غنمو څخه ده ته هم برخه رسېدلې ده، له طبيعي پېښو سره د مبارزې پر ادارې نيوکه کوي چې مرستې يې په ډېر ځنډ سره پر دوى ووېشلې.

محمد يعقوب زياته کړه: ”  ١٣٩٣ کال په ختمېدو دى او دوى دا دى اوس خلکو ته غنم وېشي او هغه هم يواځې سل کيلو ګرامه او بس”. نوموړي وويل چې دا مرسته د سېلاب له امله خلکو ته د اوښتي زيان په پرتله ډېره کمه ده.

محمد يعقوب چې له دې رياست څخه يې مرسته تر لاسه کړې وه پژواک اژانس ته وويل چې دکال په پيل کې ددوی فصلونه او باغونه سيلابونو له منځ يو وړل.

همداراز د پکتيکا ځينې اوسېدونکي نيوکه کوي چې مرستې اړو کورنيو ته نه رسېږي او يواځې هغه خلک ترې برخمن کېږي چې له ځايي چارواکو سره ناسته پاسته لري.

دا مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي، چې څه موده وړاندې دې رياست له سوېلي او شمالي وزيرستان څخه پکتيکا ولايت ته د راغلو کډوالو کورنيو سره  ديارلس نيم ميليونه افغانۍ نغدي مرسته کړې وه.

ددې ترڅنګ يو شمېر بهرنيو مرستندويه ادارو هم له دغو ٥٠٠ کډوالو کورنيو سره د اوړو، غنمو، خوراکي توکو او ژمنيو جامو مرسته کړې وه.

Related Topics