Language

د پکتيکا له لينکن ښوونيز مرکزه د مياشتې درې زره کسان ګټه اخلي

ښرنه (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٣): په پکتيکاولايت کې  د لينکن ښونيز مرکز مسوولين وايي چې د دغه مرکز له انټرنېټ، کمپيوټر او عامه کتابتون څخه د مياشتې ٣زره ځوانان وړيا ګټه اخلي.

دغه مرکز څلور کاله مخکې د امريکا د متحدو ايالتونو د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو اېس اى اې ډي) په مالي مرسته د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست په ودانۍ کې جوړ شوى دى.

د لينکن ښونيز مرکز مسوول سيد انورشاه پژواک اژانس ته وويل چې اوس مهال له دغه مرکزه د مياشتې د۳۰۰۰ په شاوخوا کې ځوانان، متعلمين، محصلين او د دولت ګڼ مامورين وړيا ګټه اخلي.

نوموړي زياته کړه چې په ياد مرکز کې د کمپيوټراو انګليسي ژبې د زده کړې بېلابېل پرواکومونه او ټولګي لري چې د تکړه او مجربو استادانو له لوري ورته په مسلکي ډول زده کړې ورکول کېږي.

د انور شاه په وينا، د ورځې په لسګونو ځوانان د دغه مرکز له انټرنېټ او عامه کتابتون څخه ګټه اخلي، د سهار له ۷ بجو د مازديګر تر څلورو پورې په کې د زده کړې لړۍ روانه وي.

دى وايي چې دغه ښونيز مرکز په ۱۳۹۳ لمريز کال کې د ځوانانو لپاره د روغتيا، پوهنې، کرنې او په نورو ټولنيزو برخو کې ۳۰۰ د عامه پوهاوي ورکشاپونه هم جوړ کړي چې پايلې يې مثبتې وې.

د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد بشير محمدي هم پژواک ته وويل چې دغه ښونيز مرکز چې په کې د کمپيوټر، انټرنېټ او عامه کتابتون اسانتياوې شته، د دوی په هلو ځلوجوړ شوی دى.

هغه زياته کړه چې په تېرو کلونو کې د پکتيکا هېڅ يو ځوان نه حاضريده چې په دغه مرکز او يا هم نورو ورکشاپونو کې برخه واخلي؛ ځکه چې د وسله والو تر ګواښونو لاندي وو.

د بشير په خبره چې اوس مهال دغه وضعيت په ټوله معنا بدلون کړی چې له امله يې اوس په دغه ولايت کې ۱۱ مدني او فرهنګي ټولنې، ياد ښونيز مرکز او پنځه اېف اېم راډيو ګانې فعاليت کوي.

د سيمې يوه قومي او مخور مشر وکيل بادشاه خان شرنوال هم پژواک ته وويل چې کمپيوټر او انټرنېټ د اوسني عصر غوښتنه ده او له دې لارې ځوانان کولای شي خپلو موخو ته ځان ورسوي.

 هغه زياته کړه: ((تېرو څو لسيزو جګړو زموږ هر څه زيان من کړل، ځوانان مو بې تعليمه پاتې شول، جوړ نهادونه مو ونړېدل، خو هېڅ هم لاسته رانه غلل.))

محمداصف چې له دغه ښونيز مرکزه د انټرنېټ استفاده کوي پژواک ته وويل، په پکتيکا کې بل هېڅ داسې مرکز نشته چې دوی يې له خدماتو ګټه واخلي.

نوموړي زياته کړه چې د دغه مرکز په برکت اوس خلک له کمپيوټر، انټرنېټ او مطالعې سره زياته مينه لري او په لسګونو ځوانان په کې په سالم مصروفيت بوخت دي.

پرون د دغه مرکز د کمپيوټر افيس پروګرام پر ٥٠ فارغينو د فراغت تصديق پاڼې هم د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ووېشل شوې.

د يادونې ده چې دغه مرکز اوس مهال ۳۲ کمپيوټرونه چې پر چټک انټرنېټ سمبال دي، د ۳ مسلکي ښوونکو له لوري د ورځې لسګونو ځوانانو ته ښودل کېږي.