Language

د بلخ د دولتي ادارو د راپور ورکولو لړۍ پيل شوه

مزارشريف ( پژواک، ١٨ سلواغه ٩٣ ) : د بلخ ولايت په مقام کې د دغه ولايت د دولتي ادارو  د اته ګونو سکتورونو د کلني کاري راپور ورکولو لړۍ پيل شوه.

د بلخ ولايت د والي وياند منير فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دولتي ادارو د کاري  راپورونو د وړاندې کولو لړۍ د سلواغې په ۱۸مه، پيل او نږدې لس ورځې به روانه وي.

نوموړي زياته کړه، چې نن د بلخ ولايت مقام، څارنوالي، عدليه، حج او اوقاف رياستونو او د مزارشريف  ښاروالۍ استازو د ۹۳کال کاري ګزارشونه وړاندې کړل.

د هغه په وينا، دوی هڅه کوي چې د يادو ناستو له لارې د رسنيو او دولتي ادارو تر منځ واټن کم کړي او عامو خلکو ته د دولتي چارو اړوند معلومات ورسوي.

د بلخ څارنوالۍ رييس ميرزا علي د خپل ګزارش وړاندې کولو پر مهال وويل، چې د ملي وحدت حکومت د وزيرانو شورا د پرېکړې په اساس دوی د دولتي ادارو د څارنې حق نه لري، يواځې د امنيتي ارګانونو پېښې د عدلي څارنې لپاره دوی ته سپارل کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې په روان کال کې يې له امنيتي ارګانونو څخه د بېلابېلو جرمونو ۳۷۳پېښې ثبت کړي ، چې تر دې دمه ۲۵۸پېښې بشپړې او محکمې ته وړاندې شوې دي.

همداراز د ترافيکو مديريت څخه ۱۵۲ پېښې، همداراز له نشه يي توکو سره د مبارزې له امريت څخه د نشه يي توکو د قاچاق او کارولو اړوند ۴۲پېښې څېړلې دي.

د عدليي رييس سيدمحمد مصباح د خپل کاري ګزارش د وړاندې کولو پر مهال وويل، چې دوی ته په رسېدلو پېښو کې ۲۳۲۰دوسيې محکمو ته تللي، ۸۵ دوسيې امنيه قوماندانۍ ته تللي، ۲۳۶ دوسيې د پای ته رسېدو يا هم اصلاح له امله پای ته رسول شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه دوسيې  په بېلابېلو پېښو پورې تړاو لري، چې د ۱۳۹۳لمريز کال په اوږدو کې دوی ته رسېدلې دي.

د هغه په وينا، د همدې کال په اوږدو کې د ځينو غصب شوو دولتي او غير دولتي ملکيتونو قانوني فيصلې  هم شوې دي.

مصباح وويل، چې د مخابراتو ۱۸۰متر مربع ملکيت، په مزارشريف ښار کې ۱۹۰۰متر مربع او ۳۰۷۰ مترمربع د هوايي ډګر د امريت اړوند ساحه، د ښاروالۍ ۴۸۸۸مترمربع ساحې له غصب څخه خلاصې شوې دي.

همداراز ځينې نور دولتي ملکيتونه، چې په شخصي توګه يې قبالې تېرې شوې وې، په اړه يې  قانوني چارې تر سره شوې دي.

په مارمل او شولګر ولسواليو کې ۱۶جريبه دولتي غصب شوې ځمکه راګرځول شوې، ۶۶جريبه ځمکه په دولت اباد اولسوالۍ کې، ۱۰۲۰متر مربع هديره په المرب سيمه کې چې غصب شوې وه، بېرته راګرځول شوې دي.

همداراز د نن ورځې په اوږدو کې د حج او اوقاف رياست او د مزارشريف ښاروالۍ هم د ۱۳۹۳لمريز کال کاري ګزارشونه وړاندې کړل.

د بلخ د والي وياند فرهاد وويل، دغه لړۍ به تر راتلونکې اونۍ پورې روانه وي، چې په اوږدو کې به يې د بلخ ولايت د نورو سکتورونو اړوند د دولتي ادارو مسوولين خپل ګزارشونه وړاندې کړي.

Related Topics