Language

د بلخ – کندوز ترمنځ  جوړېدونکى سړک ډيرې اقتصادي ګټې لري

مزارشريف ( پژواک، ١٨ سلواغه ٩٣ ) : د بلخ د خُلم ولسوالۍ له لارې د کندوز او بلخ تر منځ جوړېدونکی سړک به د شمال او شمال ختيځ زونونو د اقتصادي پرمختګ تر څنګ د سيمې د هېوادونو په سوداګريزو چارو هم مثبت اغېز ولري.

دغه څرګندونې د کندوز او بلخ ولايت لوړپوړو چارواکو د ياد سړک د امنيتي ستونزو د حل په موخه له ترسره شوې غونډې څخه وروسته د سلواغې په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

نږدې پنځه کاله وړاندې د بلخ ولايت د خُلم ولسوالۍ له لارې د کندوز او بلخ ولايت تر منځ د شمال او شمال ختيځ زون د نښلوونکې ۱۲۰ کيلومتره لويې لارې د جوړېدو چارې پيل شوې وې، چې تر دې دمه څه کم ۵۰ کيلومتره سړک جوړ شوی دی.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد  وايى چې په مزارشريف ښار کې د يادې لويې لارې د امنيتي ستونزو د حل په موخه د بلخ ولايت مقام کې ناسته وشوه.

نوموړي زياته کړه، چې په ياده ناسته کې د بلخ او کندوز د واليانو او امنيتي لوړوپوړو چارواکو تر څنګ د فوايد عامې وزارت مرستيال احمد شاه وحيد او په مزارشريف کې د المان سرکونسل زيمرمن هم برخه درلوده.

د هغه په وينا، ياد سړک د بلخ ولايت له لوري نږدې ۴۰کيلومتره جوړ شوی او لا يې هم چارې روانې دي.

فرهاد وويل، چې د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور د ياد سړک جوړېدل يواځې د بلخ او کندوز لپاره نه، بلکې د شمال او شمال ختيځ زون د سوداګريزو او اقتصادي چارو د پرمختګ لپاره ښه ګام وباله.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د بلخ ولايت په اړوند سيمو کې به د امنيت د خوندي ساتلو په موخه خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، چې په ترڅ کې به يې د امنيتي پوستو د ډېرښت لپاره کار وکړي.

د کندوز والي محمد عمر ساپي پژواک ته وويل، دوی هڅه کوي، چې د المان هېواد په مرسته د يادې لويې لارې د جوړېدو پر وړاندې د خنډونو په له منځه وړلو کې ګړندۍ چارې تر سره کړي.

نوموړي زياته کړه، د ياد سړک د امنيت د ټينګښت په موخه به ډېر ژر د کندوز په اړوند سيمه کې د نظم عامې په مرسته يو نظامي کنډک جوړ شي.

عمر ساپي وويل، چې ياد سړک د کندوز ولايت په ساحه کې څه کم ۷کيلومتره جوړ شوی، چې په اوږدو کې يې د چهاردرې پر سيند جوړ شوى پول هم په کې شامل دی.

نوموړي زياته کړه، ياد سړک ۱۲۰ کيلومتره اوږدوالی لري، چې په هر کيلومتر يې ۱،۱ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي.

د هغه په وينا، د ياد سړک په جوړېدو به د کندوز او بلخ ولايتونو تر منځ ۲۲۰ کيلومتره واټن کم شي.

کندوز او بلخ اوس له سمنګان او بغلان ولايتونو څخه د تېرېدونکې لويې لارې په مرسته له يو بل سره نښلي، چې شاوخوا ۳۵۰ کيلومتره واټن جوړوي.

د کندوز والي عمر ساپي وويل، چې د ياد سړک جوړېدل نه يواځې د شمال او شمال ختيځ زونونو په اقتصادي او سوداګريزو چارو باندې مثبت اغېز کوي، بلکې د سيمې هېوادونه ترې هم پوره ګټه پورته کولی شي.

نوموړي زياته کړه، چې د يادې لويې لارې په مرسته د ترکمنستان او تاجکستان هېوادونو تر منځ د ځمکنۍ لارې جوړېدو اسانتيا برابرېږي.

همداراز چين ته هم د همدې لارې په مرسته په سوداګريزو چارو ګړنديتوب راتلی شي.

د هغه په وينا، د سيمې هېوادونو ته د ګټې اخيستنې له امله ياد سړک افغانستان ته د دغو هېوادونو پر وړاندې اقتصادی او سوداګريز ارزښت ورکوي.

 

 

Related Topics