پل علم ( پژواک ۱۸ سلواغه ۹۳): د لوګر چارواکي وايی، ځينې راډيوګانې د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې د افغانستان د حکومت پر ضد تبليغ کوي چې اوس په څرخ ولسوالۍ کې هم د اورېدو وړ دي.
د څرخ ولسوال خليل الله کمال وايي، چارواکو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د دغو نشراتو د پوښښ ساحه وروسته له هغه پراخه شوې چې طالبانو ددې ولسوالۍ په يوه نامعلوم ځاى کې له پاکستان څخه راوړل شوې تخنيکي وسيله نصبه کړه.
د کمال په خبره د تبليغ موخه د حکومت پرضد د خلکو احساسات راپارول دي.
ولسوال زياته کړه: “له دې راډيوګانو څخه په افغان ځواکونو پسې سپکې سپورې ويل کېږي او په ځانګړي ډول ځوانان دې ته هڅول کېږي چې د طالبانو په ليکو کې ورګډ شي او د حکومت او بهرنيانو پروړاندې جګړه وکړي.”
کمال وايي چې دا موضوع يې د ولايت له مقام سره شريکه کړې او له امنيتي ارګانونو يې غوښتې ترڅو د نصب شوې وسيلې موقعيت پيدا کړي او له منځه يې يوسي.
ده وويل: “زما مسووليت همدومره وو چې دا مساله تر امنيتي ادارو او د ولايت تر مقام پورې ورسوم، خو دا چې تردې مهاله هغوى په دې اړه کوم اقدام نه دى کړى، زه يې د افسوس وړ بولم.”
د څرخ ولسوالۍ د پنګرام د سيمی يوه اوسيدونکي سيد بريالي پژواک ته وويل، چې د طالبانو د راډيوګانو خپرونې په ډېرې اسانۍ او په شفاف ډول اورېدل کېږي.
بريالى زياتوي: “زه نه پوهيږم چې دا راډيوګانې له کوم ځای څخه نشرات کوي خو ټوله ورځ په کې له اسلامي امارت او د وسله والو طالبانو په پلوۍ او د حکومت ضد خبرې روانې وي او تر څنګ يې د طالبانو له لوري جوړې شوې ترانې هم خپريږي”.
خو بل لور ته د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي د دا ډول نشراتو په اړه بې خبري ښيي.
ددې ادارې رييس محمد شفيق پوپل وايي: “زه په دې اړه تراوسه معلومات نه لرم، ځکه چې څرخ ولسوالي يوه ناامنه ولسوالۍ ده او هلته زموږ نماينده نشته، خو د پاکستان او يا بل ګاونډي هېواد څخه د اف ام په څپو نشرات کول ډېر ستونزمن کار هم نه دى؛ ځکه چی درې کاله وړاندې طالبانو په همدې ولايت کې د شريعت غږ په نوم يوه سيمه ييزه راډيو فعاله کړې وه”.
په څرخ ولسوالۍ کې د حکومت ضد راډيويي نشراتو خبره په داسې حال کې رابرسېره کېږي چې تېره اونۍ ځينو وسله والو چې ځانونه د داعش غړي بولي په دې ولسوالۍ کې د تلوېزيون پر کتلو بنديز ولګوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP