غزني ښار (پژواک ۱۸ سلواغه ۹۳): د غزني امنيتي چارواکو د کابل – کندهار پر لويه لاره يې يو قاچاق وړونکى له ٢٨٨ کيلو ګرامه ترياکو سره نيولى دى.
د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله انصافي وايي چې دا نشه يي توکي په ماهرانه ډول په يوه لارۍ کې ځاى پرځاى شوي وو.
انصافي وايي چې پوليسو تېره شپه د لويې لارې په اوږدو کې دا قاچاق وړونکى نيولى دى.
نيول شوى تن حبيب الرحمن نومېږي او د فراه ولايت اوسېدونکى دى چې د امنيت د امر په وينا غوښتل يې ٢٨٨ کيلو ګرامه ترياک د فراه له لارې ايران او نورو هېوادونو ته قاچاق کړي.
د انصافي په وينا ، نيول شوي تن پوليسو ته ويلي چې ترياک د بل چا دي او ده د پيسو په بدل کې لېږدول.
دا په روان کال کې درېيم ځل دى چې په غزني ولايت کې پوليس د لويې لارې په اوږدو کې نشه يي توکي او لېږدوونکي يې نيسي.