Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له انسان  تښتونکو او وسله والو سره د مرستې په تور ١٢ پوليس ونيول شول

کندوز (پژواک ١٨ سلواغه ٩٣): د کندوز والي وايي، چې له وسله والو طالبانو او سړي تښتوونکو سره د اړيکې او مرستې په تور يې د پوليسو ١٢ منسوبين نيولي او ٢٠ نور شکمن پوليس به ژر تر ژره ونيول شي.

 د کندوز والي محمدعمر ساپي وايي، چې په دغه ولايت کې د سړي تښتونې د پېښو په ډېرېدو سره سيمه ييزو چارواکو کارونه پيل کړي او له هر ممکنه لارې به هڅه وکړي، څو د دغو تښتونو لامل پيدا او عاملان يې د قانون منګولو ته وسپاري.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندوز د پخوانيو واليانو د واکمنۍ پر مهال د پوليسو په ليکو کې هر ډول کسان  په دندو ګومارل شوي ، چې اوسمهال يې ستونزې رامنځته کړې دي.

 ساپي زياته کړه، چې له دې مخې يې د پوليسو د ٣٢ منسوبينو د نيولو امر کړى او تر اوسه پورې يې يواځې د يوه ساتمن په ګډون چې د ولايت د مقام د ساتلو دنده يې پر غاړه درلود؛ ١٢ کسان نيولي او پاتې نور به هم ونيول شي.

 د کندوز والي زياته کړه: ” وسله والو مخالفينو د پوليسو په ليکو کې نفوذ کړى او موږ هڅه کوو، چې دغه ليکې ژر تر تصفيه کړو.”

 دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز والي څه موده وړاندې د يوه صراف د تښتولو په اړوند، له جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي مدير، د پوليسو د درېيمې امنيتي حوزې امر، د ملي امنيت ښاري امر او د ملي امنيت د دريمې حوزې امر په خپلو دندو کې د لټۍ او غفلت له امله له دندو ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

د کندوز امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سيدجهانګير کرامت هم په نا امنۍ، فساد او له وسله والو مخالفينو او سړي تښتونکو سره د يو شمېر پوليسو لاس لرل منلي، خو وايي چې د پوليسو د ليکو د پاکولو لپاره هڅې پيل شوې دي.

 هغه وويل، چې تېره اونۍ د ياد تور په اړوند ١٢ پوليس نيول شوي او پاتې نور پوليس چې له وسله والو مخالفينو او سړي تښتوونکو سره په لاس لرلو تورن دي، ونيول شي.

 کرامت زياته کړه: ” که چېرې د پوليسو کوم سرتېرى او افسر په نا امنۍ کې لاس ولري نو د قانون منګولو ته به يې وسپارو.”

 د دغو کسانو د نيولو لړۍ په داسې حال کې پيل شوې چې سږ کال په دغه ولايت کې د سړي تښتونې ١٤٢ پېښې رامنځته شوې، چې يو شمېر تښتول شوي کسان د پيسو او يو ځينې نور يې د قومي مشرانو په منځګړيتوب له سړي تښتونکو څخه راخوشي شوي، خو يو سوداګر بيا د سړي تښتونکو له لوري وژل شوى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.