Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ايران کونسل: د ويزو ورکولو په برخه کې اسانتياوې ډېرې شوي

کندهار (پژواک سلواغه ٩٣): په کندهار کې د ايران کونسل وايي، سوداګرو او عامو وګړو ته يې د ويزې ورکولو په برخه کې اسانتياوې ډېرې کړې او د تېر کال په پرتله يې د ويزې ورکولو کچه دوه برابره لوړه کړې ده.

د ايران کونسل حميد رضا کريمي، دغه څرګندونې نن د سلواغې په ١٩مه، د کندهار له والي ډاکټر توريالي ويسا سره په کتنه کې وکړې.

حميد رضا کريمي وويل، پخوا د کندهار او سوېلي حوزې د نورو ولايتونو اوسېدونکو شکايت کاوه، چې ايران په اسانه ويزې نه ورکوي، خو اوس يې دغه ستونزه هواره کړې ده.

هغه زياته کړه، د پخوا په پرتله يې عامو اوسېدونکو او سوداګرو ته د ويزې په ورکړه کې، اسانتياوې ډېرې کړې او اوس يې له کومې ستونزې پرته په لنډ وخت کې ترلاسه کوي.

د نوموړي په وينا، په دې لړ کې خلکو ته د تېر کال په پرتله دوه برابره ويزې ورکړل شوې او دا لړۍ به دوام ولري.

د دې تر څنګ کريمې د کندهار د ولايتي ادارې له مسوولينو سره په کتنه کې د کرنې په برخه کې د ايران له پرمختللې مشينرۍ هم يادونه وکړه او ويې ويل، افغان سوداګر او کروندګر کولاى شي دغه هېواد ته سفر وکړي او د هغوى له کرنيزې مشينرۍ څخه ليدنه وکړي.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په کندهار کې مېشت له ايراني کونسل څخه مننه وکړه، چې د کندهار او د سوېلي زون د ولايتونو د اوسېدونکو لپاره يې د ويزو په ورکړه کې اسانتياوې راوستې دي.

هغه وويل، مخکې سوداګرو شکايت درلود چې د ايران هېواد ويزې په اسانۍ نه شي تر لاسه کولاى، چې له امله يې هغوى د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي، ايران د افغانستان ښه ګاونډى وګاڼه او د هغوى له مرستو يې مننه وکړه، خو هغه غوښتنه وکړه چې ايران دې په کندهار کې د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوجي له ملي پوهنتون سره د کرنيزې مشينرۍ مرسته وکړي.

د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون، تېر کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هندوستان د بهرنيو چارو د وزير سلمان خورشيد له خوا پرانيستل شو، چې د هېواد په کچه به محصلين په کې له بهرنيو او کورنيو استادانو څخه د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې زده کړې کوي.

ويسا وويل، که ايران له ياد شوي پوهنتون سره د زراعتي مشينرۍ مرسته وکړي، نو دا به له افغانانو سره په تعليمي برخه کې د دغه هېواد نه هېرېدونکې مرسته وي.

ده يادونه وکړه، چې دغه پوهنتون نوى تاسيس شوى او اوسمهال په ډېرو برخو کې مرستو ته اړتيا لري.

ايران کونسل حميد رضا کريمي ژمنه وکړه، چې د ولايتي ادارې دغه غوښتنه به د خپل هېواد تر مسوولين ورسوي او د پوره کولو په برخه کې به يې پوره هڅې کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.