Language

د هلمند امنيتي ځواکونو زرګونه بېلابېلې مرمۍ ترلاسه کړې

لښکرګاه- محمودراقي (پژواک، ١٩ سلواغه ۹۳): په هلمند کې يو کس د بېلابېلو وسلو له زرګونو مرميو سره او په کاپيسا کې بل کس زندان ته د نشه يي توکو د لېږد پر مهال نيول شوي دي.

د هلمند مرستیال والي محمدجان رسولیار خبریالانو ته وویل چې د ملي امنیت ځانګړې قطعې تېره شپه د دغه ولايت د مرکز لښکرګاه اړوند د بشران سيمې په يوه کور کې د بېلابېلو وسلو څه باندې لس زره مرمۍ ترلاسه کړې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په ترلاسه شوو مهماتو کې ۳۷۴۰ د کلاشينکوف، ۶۱۸۰ د پیکا، ۲۵۴ د بم افګن او ۴۵ د ار پي جي مرۍ او ۲۰ ماینونه شامل دي.

ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې دغه مهمات د دولت وسله والو مخالفينو د هېواد دننه پېرلي دي.

هغه وويل چې له دغو مرميو سره په تړاو يو کس هم نيول شوى دى.

د يو بل خبر له مخې، په کاپيسا کې پوليسو يو تن چې په چارمغزو کې ځاى پر ځاى شوي ترياک يې د دغه ولايت زندان ته لېږدول، نيول شوى دى.

د کاپیسا د زندان مدیر سمونوال نصیراحمد ملکزاده وايي چې نيول شوى د يو زنداني پايواز دى چې د چارمغزو منځونه يې خالي کړي او بيا يې زندان ته د لېږد په موخه ترياک په کې ځاى پر ځاى کړي و.

ده وويل چې دغه کس د زندان د امنيتي کسانو له خوا د تلاشۍ پر مهال نيول شوى او دوسيه يې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده.

سرچينې ونه ويل چې دغه کس په چارمغزو کې څومره ترياک ځاى پر ځاى کړي و.

هغه وايي چې له تېر کال راهيسې په دغه زندان کې پر نشه يي توکو د روږدو څلوېښتو زندانيانو درملنه شوې او اوس له نشه يي توکو کار نه اخلي.

Related Topics