محمودراقي (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٣): د کاپيسا د امنيت امر وايي چې له دغه ولايته د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په ټولو ناامنو ولسواليو او سيمو کې د افغان ملي ځواکونو له خوا عمليات روان دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبادالله تلوار له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې اوسمهال له نړيوالو ځواکونو امنيتي مسووليتونه دوى ته سپارل شوي او دوى هڅه کوي چې د خپل ولس امنيت تر پخوا ښه وساتي.
هغه زياته کړه: ((موږ غواړو چې په ناامنو سيمو کې امنيت خوندي کړو او د ژمي په ټول موسم کې به په تګاب، اله سای او د نجراب ولسواليو تر څنګ د دغه ولايت په نورو ناامنو سيمو کې هم د وسله والو مخالفينو پر ضد خپلو عملياتو ته ادامه ورکړو.))
د تلوار په وينا، له ايساف او ناټو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو تر سپارل کېدو وروسته په تېره شاوخوا يوه نيمه مياشت کې يې يو لړ مهم بريالي عمليات ترسره کړي دي.
د امنيت امر وايي: ((په دې عملياتو کې يې د کاپيسا لپاره د وسله والو مخالفينو والي مرستيال څو تنه ولسوالان او نور مهم چارواکي يې په عملياتو کې وژل شوي دي چې اوسمهال د کاپيسا په ځينو برخو کې امنيت وضعه ښه شوې ده.))
تلوار وويل، د کاپيسا امنيت ښه کېدو سره يې اغېزه پر نورو ګاونډيو ولايتونو او د هېواد په پلازمېنه کابل هم پرېوځي او شمال ته د وسله والو مخالفينو د تګ راتګ مخه هم نيول کېږي .
ده زياته کړه: ((وسله وال مخالفين د کاپيسا په اله ساى، تګاب او نجراب ولسواليو کې ستراتيژيکي سيمې لري او له دې سيمو څخه شمالي ولايتونو ته انتقالات کوي.))
بلخوا د کاپيسا د نجراب د افغاني سيمې اوسېدونکي لعل پاچا پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د ملي ځواکونو زيات عمليات ترسر شوي چې په ترڅ کې يې وسله والو مخالفينو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا، د تېرو کلونو په پرتله دا لومړى ځل دى چې په ژمي کې په پراخه کچه عمليات ترسره کېږي.
د اله سای ولسوالۍ اوسېدونکی شيخ پاچا هم وايي چې د لومړي ځل لپاره د دې ولسوالۍ غرنيو او لرې پرتو سيمو ته دولتي ځواکونه په ژمي کې رسېدلي او امنيت يې ټينګ کړى دى.
د شاه اغا په نوم د تګاب ولسوالۍ يو اوسېدونکى وايي چې د حکومتي ځواکونو تر عملياتو وروسته امنيت لږ ښه شوى، خو غوښتنه کوي چې حکومت بايد په دوامداره توګه وسله وال مخالفين تر فشار لاندې وساتي، څو په پسرلي کې امنيت بېرته خراب نه شي.
د يادونې ده، هر کال به د ژمي په موسم کې په کاپيسا کې جګړه درېده خو اوسمهال د افغان امنيتي ځواکونه په بېلابېلو سيمو کې عملياتو ته ادامه ورکوي.