مزارشريف (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٣): د بلخ د عامې روغتيا مسوولين په داسې حال کې د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ادعا کوي چې د دغه ولايت اوسېدونکي له روغتيايي ستونزو شکايت کوي.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرويس ربېع د سلواغې په ۲۱مه په ولايت مقام کې د دولتي ادارو د کلني راپور ورکولو په روانه لړۍ کې د روغتيايي چارو د راپور ورکولو په ترڅ کې وويل چې په بلخ کې د مزارشريف ښار د مرکزي ۵۱۹ بستريز روغتون په ګډون ۱۰۷ روغتيايي مرکزونه په درمليزو چارو بوخت دي.
نوموړي زياته کړه چې د روان لمريز کال په اوږدو کې دغو مرکزونو ته دوه ميليونه ۱۹۸زره ۸۷۶ ناروغان په کې کتل شوي دي چې ۴۲زره ۹۶۹ ناروغانو په کې د بستر له لارې درملنه شوي دي.
همداراز په دغو مرکزونو کې ۳۱زره او ۲۹ زېږونونه شوي او د بېلابېلو ناروغيو د درملنې په موخه ۱۷زره او ۷۷۵ عملياتونه په کې ترسره شوي دي.
ډاکټر ربېع د تربکلوز او ملاريا د ناروغيو د کمښت يادونه وکړه چې په روان کال کې يې کچه خورا کمه شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې په دغه کال کې په تربلکوز د شکمنو اخته شوو ۱۶زره او ۲۶۹ کتنه شوې چې ۷۱۹ يې په دې ناروغۍ اخته ثابت شوي او د ۷۱۱ تنو يې په سمه توګه درملنه شوې ده.
همداراز د ملاريا په برخه کې د ۱۱۸۰تنو ناروغانو کتنه شوې چې يوازې ۹۳ يې په دې ناروغۍ اخته ثابت شوي دي.
د هغه په وينا، د روان کال په اوږدو کې يو زرو ١٧٤ پر نشه ايي توکو د روږدو کسان د درملنې لپاره مراجعه کړې چې ۷۸۹ تنه يې جوړ شوي دي.
د عامې روغتيا رييس وويل چې د روان کال په اوږدو کې ۶۰زره او ۳۰۳ د ملاريا د مخنيوي پشه خانې عامو خلکو ته وړيا وېشل شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې د روان کال په اوږدو کې د ۳۶۰ هوټلونو او رسټورانټونو څارنه شوې، چې د ناسمو چارو له امله يې ۲۴ تړل شوي دي، ۲۲۲ سلمانيو او حمامونو څارنه شوې چې د روغتيا ساتنې د چارو د نه سمالښت له امله يې ۲۲ تړل شوي، ۸۵ نانوايانو، ۱۸ فابريکو او د ۱۹۷ سوپر مارکېټونو او هټيو څارنه شوې ده.
ميرويس ربېع همداراز په روان کال کې د روغتيايي ښوونيزو ترسره شوو چارو په اړه هم معلومات ورکړل.
نوموړي زياته کړه چې په دمګړۍ ۱۶۶ هلکان او نجونې د نرسنګ په برخه کې او ۱۷۹ نجونې د قابلګۍ په پروګرام کې پر زده کړو بوخت دي.
د عامې روغتيا رييس په روان کال کې د عامې روغتيا رياست له خوا د بيارغونې چارو په برخه کې وويل چې د چاپان هېواد په مالي مرسته د مزارشريف ښار مرکزي روغتون ته د ۹ميليونه يورو په ارزښت تجهيزات وپېرل شول. د ۴۰۰زره امريکايي ډالرو په ارزښت د قابلګۍ د زده کړو د مرکز د ودانۍ چارې پيل شوې چې ۹۰ سلنه پر مخ تللې دي.
همداراز د دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د شولګرې ولسوالۍ د روغتون د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د بلخ ولايت اوسېدونکي که څه هم په ياد ولايت کې له شوو روغتيايي چارو خوښ دي خو وايي چې لا هم په لرو پرتو سيمو کې په سمه توګه روغتيايي چارې نه ترسره کېږي.
د شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد جعفر پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې تش په نوم روغتيايي کلينيک فعال دى.
نوموړي زياته کړه چې يادې ولسوالۍ ته له ښاره غځېدلې لاره هم سمه جوړه نه ده خو په روغتون کې يې په عادي توګه د بېړنيو ناروغانو درملنه نه شي کېدی.
د هغه په وينا، دولت بايد د ولايت د مرکز تر څنګ په لرو پرتو سيمو کې هم د روغتيايي چارو د سمبالښت په برخه کې هڅې وکړي.
د عامې روغتيا رييس وويل چې په بلخ ولايت کې روانې درمليزې چارې د دې معنا نه ورکوي، چې دوی په پوره توګه ټولې اړتياوې پوره کړې دي.