پل علم (پژواک، ۲۱سلواغه ۹۳): د لوګر ولايت چارواکي وايي چې څلور ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د دغه ولايت د بره کي برک ولسوالۍ ولسوال محمدرحيم امين د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د دې ولسوالۍ د پل جوګي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، څلورو وسله والو طالبانو غوښتل چې پر لويه لاره ماين خښ کړي، خو خپل ماين يې پرې چاودېدلى او څلور واړه وژل شوي دي.
د ولسوال په وينا، په وژل شوو کې د ماين جوړولو ماهرين عبدالبصير، عبدالخالق او عصمت الله هم شامل دي.
امين وايي چې دغو وسله والو غوښتل د امنيتي ځواکونو موټر پر ماينونو والوځوي.
د پل جوګي کلي يوه اوسېدونکي نيازالله پژواک اژانس ته وويل چې دوى په سيمه کې د درنې چاودنې غږ واورېد، وروسته معلومه شوه چې په خپله پر طالبانو چاودنه شوې او څلور تنه يې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP