Language

تخار او غزني کې ٢٨ طالبانو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

تالقان—غزني (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٣): چارواکي وايي چې په تخار او غزني کې د بېلابېلو بريدونو په ترڅ کې نهه طالبان او د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي.

په دې بريدونو کې شپږ طالبان او د ملي اردو لس سرتېري ټپيان شوي هم دي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وايي چې تېره شپه طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ په خواجه غلام او پـُل مومن سيمو کې پر امنيتي پوستو بريد وکړ خو په متقابلو ډزو کې بريدګر شاتګ ته اړ شول.

تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جګړې په پايله کې ٣ طالبان ووژل شول او درې نور له دوو امنيتي سرتېرو سره ټپيان شول.

د والي وياند زياته کړه چې افغان سرتېرو تېره ورځ په دغو سيمو کې د طالبانو پر پټنځايونو بريدونه کړي وو چې شپږ وسله وال يې وژلي وو او درې نور يې ټپيان کړي وو.

تيمور همداراز وويل چې په جګړه کې شپږ افغان سرتېري هم ټپيان شوي وو.

بلخوا د غزني چارواکي وايي چې نن له غرمې وروسته په ٣:٣٠ په اندړو ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتېرو پر موټر د سرک د غاړې ماين چاودېدلى دى.

په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې وياند نظيف الله سلطاني وايي چې چاودنه ددې ولسوالۍ د نظرخان په سيمه کې شوې چې د ملي اردو درې سرتېري يې ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.

سلطاني وايي چې دا سرتېري سيمې ته د نورو سرتېرو مرستې ته ورتلل چې رنجر موټر يې په لاره کې پر خښ شوي ماين وربرابر شو.

 

 

Related Topics