Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خلکو ملاتړ د ملي ځواکونو روحيه لوړوي

کندوز (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٣): په کندوز ولايت کې بېلابېلو بنسټونو له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ د اعلان ترڅنګ وايي، چې د خلکو ملاتړ د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لامل کېږي او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د دوى روحيه نوره هم لوړيږي.

 په هغه ناسته کې، چې د يو شمېر ښځو په ګډون له دولتي، مدني ټولنې غړو او د ولايتي او د خلکو د شوراګانو د يو شمېر غړو له لوري تر سره شوه، د ملي ځواکونو له قربانيو په کې ستاينه وشوه.

 دوى چې د امنيتي ځواکونو جامې يې هم اغوستې وې وويل، چې دغه خوځښت يې له افغان امنيتي له بهرنيو ځواکونو څخه د امنيتي مسووليتونو د اخيستو او له ځواکونو څخه د دفاع په موخه تر سره کړى دى.

 د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو تېر ١٣ کلن پوځي ماموريت، د ٢٠١٤ کال په وروستيو کې پاى ته ورسېد او له افغان ځواکونو سره د همکارۍ، مشورې او د دوى د روزنې نوى ماموريت پيل شوى دى.

 د هېواد ملي ځواکونو، د ٢٠١٥ زېږديز کال په پېليدو سره ټول امنيتي مسووليتونه پر غاړه اخيستي دي.

 د کندوز د ولايتي شورا مشر محمديوسف ايوبي چې د ملي اردو جامې يې پر غاړه وې وويل، چې له ملي ځواکونو څخه د خلکو او دولت ملاتړ د امنيتي ځواکونو د ځواکمنېدو لامل ګرځي او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د دوى روحيه نوره هم پياوړې کوي.

نوموړي سرتېرو ته ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې د اړتيا پر مهال به د کندوز ټول خلک د دوى ترڅنګ ولاړ وي او وسله والو مخالفينو ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې د خلکو ژوند ناارامه کړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې پرون پنځه ځانمرګي بريدګر چې د کندوز پر امنيه قوماندانۍ يې د بريد نيت درلود، څلور تنه يې د امنيتي ځواکونو له لوري له پښو وغورځول شول او يوه بل يې چې خپل ځان ته يې چاودنه ورکړه، د يوه پوليس د وژل کېدو او دوه نورو او يوه ملکي د ټپي کېدو لامل شو.

د کندوز والي محمدعمر ساپي له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په مراسمو کې چې د دغه ولايت د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې لوا په انګړ کې تر سره شول، د پرون ورځې ځانمرګي بريد کوونکو بريد ته اشاره وکړه او ويې ويل:  ” له هغه وروسته چې موږ په دشت ارچي ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پر لارې واچول نو طالبانو له بل لوري هڅه وکړه چې زموږ مخه ونيسي او عمليات ودرو.”

خو هغه زياته کړه، سږ کال له دې وړاندې چې ونې شنې شي او طالبان يو ځل بيا په ترهګريزو فعاليتونو لاس پورې کړي، د دوى د پټنځايونو په له منځه وړلو کې به اقدام وکړي.

ساپي وويل، دا چې نن د کندوز خلکو او چارواکو د امنيتي ځواکوو جامې اغوستي نو له دغو ځواکونو سره څنګ په څنګ د وسله والو مخالفينو پر وړاندې مبارزې ته چمتو دي.

د کندوز والي د ملي ځواکونو روحيه ډېر عالي وبلله او زياته يې کړه، چې د دفاع وزارت به ډېر ژر دغو ځواکونو ته د وسله والو مخالفينو پر وړاندې مقابلې ته چورلکې  هم ورکړي.

د وسايلو او تجهيزاتو په ځانګړي ډول د هوايي ځواک کمښت، په هېواد کې د امنيتي ځواکونو له اړتياوو بلل کېږي، چې همېشه يې دغې ستونزې ته د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د يوې ټيلېفوني اړيکې په ترڅ کې، د کندوز دولتي ادارو له چارواکو چې له امنيتي ځواکونو څخه يې په دا ډول پروګرامونو کې ملاتړ کړى؛ د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو له قربانيو ستاينه او مننه وکړه او ويې ويل: ” امنيتي ځواکونو د هېواد د امنيت د ټينګولو لپاره د دښمنانو پر وړاندې قرباني ورکړې او هغوى ته اجازه  نه ورکوي، چې د خلکو ژوند وګواښي.”

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.