کندوز (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٣): د کندوز د سپين زر تصدۍ فابريکه چې پخوا يې د پام وړ توليد درلود او توليدات يې بهرته هم صادرېدل، اوسمهال غير فعاله ده او کارګران يې له وزګارتيا ځورېږي.
دغه فابريکه د سردار داوود خان د حکومت پر مهال په ١٣٥٠ لمريز کال کې جوړه شوه او توليدات يې له غوړو، کونجاړې، چګت، پوستک، صابون، چيني لوښو او نټ و بولټ څخه عبارت وو.
د سپين زر فابريکه تر ١٣٧٠ کال پورې توليد درلود، خو وروسته د کورنيو جګړو له امله له فعاليته ولوېده او په ١٤٨٦ کال کې يې د نکپود په نوم له فرانسوي شرکت سره پنځه کلن قرارداد وکړ.
د دې فابريکې توليداتو چې د پنبې له پروسس او له دانو يې د غوړو ايستلو څخه عبارت وو، تر ١٣٩١ کال پورې دوام درلود، خو اوسمهال يې دغه برخه غير فعاله ده.

دې فابريکې د کاپيسا د ګلبهار له نساجۍ فابريکې سره هم د ټوکر په توليد کې قرارداد درلود او هغه مهال يې شاوخوا څلور زره پرسونل او کارګر لرل.
خو د سپين زر تصدي اوسمهال ٢٦٠ پرسونل او کارګر لري چې ډېره برخه يې د تصدۍ د ملکيتونو په ساتنه او د کرايو پر را ټولولو بوخت دي.
د فابريکې د فعالېدو وړتيا
د سپين زر فابريکې مشر محمدالله وردګ وايي چې د فابريکې ټول ماشينونه په بشپړه توګه عيار او فعاليت ته چمتو دي، خو ځايي او مرکزي چارواکو ته پر پرله پسې وړانديزونو سربېره هم د فابريکې د فعاليت د بيا پيل لپاره څه اقدام نه دى شوى.
هغه پژواک خبري اژانس ته څرګنده کړه، چارواکو ويلي چې حکومت د دې فابريکې د بيا فعالولو وړتيا نه لري، په داسې حال کې چې دغه فابريکه په ډېرو کمو پيسو او امکاناتو بيا فعالېدلى شي، په کندوز کې داسې کسان شته چې دولت د ٤١ ونډې په ورکړې سره د دې فابريکې فعالولو ته لېوالتيا لري، خو چارواکي يې نه مني.
د سپين غر تصدۍ مشر زياته کړه چې دغه فابريکه څه باندې ٤٦٠ استوګنيز کورونه، ٥٧٠٠ جريبه ځمکه، په کندوز کې په لسګونو هټۍ او په کابل کې د سپين زر په نوم يو هوټل لري چې کرايه او اجاره يې پر وخت سره ټولېږي او د کارکوونکو له تنخواوو د ورکړې پاتې پيسې يې د دولت حساب ته سپاري.
د فابريکې د توليد قابليت
د سپين زر تصدي فابريکې مشر وويل چې شته ماشينونه جرمني، فرانسوي او امريکايي دي، دغه ماشينونه فعال او د فعاليت لپاره چمتو دي او که چېرې دولت دغه وسايل تبديل هم کړي، نو کار کولى شي.
هغه زياته کړه چې د دولت نه پاملرنه او له دولتي او خصوصي سکتوره د ملاتړ نشتوالى د دې لامل شوى چې دوى تر اوسه ونه توانېږي چې له دغو امکاناتو کار واخلي.
وردګ زياته کړه چې که چېرې دغه فابريکه فعاله شي، نه يواځې چې د دوى توليدات به د ولايت او هېواد لپاره بسنه وکړي، بلکې سوداګر به د خپلو توليداتو لپاره له هېواده بهر هم غوره زمينه مساعده کړي.
د سپين زر فابريکې مشر وويل: ((په تېرو کلونو کې د شکر، د وينې غوړوالى، د فشار لوړېدل او نورې ناروغۍ ډېرې کمې وې چې خلکو په عمومي توګه له کورنيو توليداتو او غوړو ګټه اخيسته، خو اوس چې کورني توليدات پيکه شوي، ناروغيو هم زموږ د ميليونونو هېوادوالو روغتيا له ګواښ سره مخ کړې ده.))
د کورنيو توليداتو د فرهنګ دود کول
د سپين زر فابريکې مشر وويل چې پخوا د قرارداد له مخې د ملي اردو د سرتېرو لپاره غوړ له همدې فابريکې وېشل کېدل او توليدات يې له ځانګړي کيفيت څخه برخمن وو. بهر، حتا انګليستان، روسيې، المان او فرانسې ته هم صادرېدل.
وردګ زياته کړه، که چېرې دغه شرکت له سره ورغول شي، نو بيا به هم په لوړ کيفيت توليد او له ورودي توکو سره به سيالي وکړي.
هغه وويل: ((کورني توليدات ښه کيفيت لري او بايد خلک د بهرنيو توليداتو پر ځاى له کورنيو توليداتو د ګټې اخيستنې فرهنګ دود کړي.
د سپين زر فابريکې مشر پر دې باور دى چې که چېرې خصوصي سکتور غښتلى شي، له يوې خوا به کورنى صنعت پرمختګ وکړي او له بلې خوا به د خلکو وضعيت هم ښه شي او د کار زمينه به ورته مساعده شي.
نوموړي ټينګار وکړ چې اوسمهال بهرني توليدات نه يواځې چې د کورنيو د اقتصاد ماتېدو لامل شوي، بلکې ټيټ کيفيت لري او خلک هم کورنيو توليداتو ته د هغو په پرته ترجيج ورکوي.
پر اقتصاد او امنيت د فابريکې د فعاليت اغېزې
د سپين زر تصدي فابريکې چارواکي وايي چې که چېرې دغه فابريکه له سره فعاله شي، نو له يوې خوا به زرګونو کسانو ته د کار زمينه مساعده شي او له بلې خوا به هغه کسان هم دلته د کار ترلاسه کولو لپاره خپلې وسلې کېږدي او د امنيت له ګډوډۍ به لاس واخلي چې له برکته به يې هغوى ته د کارموندنې په پايله کې د کندوز ٥٠ سلنه امنيت ټينګ شي.
د فابريکې مشر وويل چې ډېرى ځوانانو د وزګارتيا له امله وسلې اخيستې او د دولت او نظام پر وړاندې جګړه کوي چې له يوې خوا د ناامنيو کړۍ پراخه شوې او له بلې خوا د کورنيو د اقتصاد د ماتېدو لامل شوې دي.
هغه زياته کړه چې اوسمهال څه باندې ٤٥٠ ځوانان په وروستيو کلونو کې له دولتي دارلمعلمينونو او پوهنتونونو څخه فارغ شوي او د کار لپاره يې خپل تحصيلي اسناد سپين زر تصدي ته سپارلي، خو دا چې فابريکه فعاله نه ده، نو د هغوى له جذب يې بښنه غوښتې ده.
وردګ وويل چې که چېرې فابريکه فعاله شي، نو خلکو ته پر کارموندنې سربېره به د کورنيو د اقتصاد د ودې لامل هم شي.
د فابريکې د توليداتو کيفيت
د کندوز يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سردار داوود خان د واکمنۍ پر مهال دې فابريکې با کيفيته او ښه توليدات لرل او اکثره هېوادوالو يې له توليداتو ګټه اخيسته.
د دې فابريکې د مشترکينو له ډلې اويا کلن محمدعمر وويل چې نوموړي همېشه د دغه شرکت له غوړيو، صابون او کونجاړې څخه ګټه اخيسته.
دغه سپين ږيري زياته کړه چې د سپين زر شرکت توليدات خلکو ته په ټيټه بيه وړاندې کېدل او توانېدلى و چې د خپلو پېروونکو او مراجعينو خوښي را جلب کړي.
نوموړى چې په لاره په لکڼه روان و زياته يې کړه چې نور توليدات يې چيني باب او پشمي او نخي ټنۍ وې چې د خلکو په ځانګړي ډول د کندوز خلکو په منځ کې يې زيات شهرت او ځانګړى کيفيت درلود.
د سپين زر تصدۍ د ترميماتو سرميخانيک شېرمحمد وويل چې تصدي پخوا ١٤ نماينده ګۍ درلودې چې په کندوز، بغلان، تخار او بدخشان کې فعالې وې او په يوه وخت کې يې په ټولو نمايندګيو ورته توليدات درلودل.
هغه زياته کړه، دوى توانېدلي وو چې په خپلو توليداتو د خپلو زرګونو پېرونکو قناعيت حاصل کړي، خو اوسمهال د ده په ګډون د فابريکې کارکوونکي وزګار دي او په منځ کې يې داسې کسان هم شته چې د کار لپاره بشپړه انرژي لري.
د سپين زر تصدي شرکت دغه کارکوونکي وويل چې هغه مهال يې له کروندګرو هر کال اتيا ټنه پنبه پېرله، خو اوسمهال چې کروندګر هره ورځ د شرکت دروازو ته راځي، وايي چې دوى ته له دې وروسته د پنبې کر ګټه نه کوي.
د دولت نه پاملرنه
په کندوز کې د سپين زر تصدي د نماينده ګيو امر محمدعثمان وويل چې دولت تر اوسه د دې فابريکه د فعالولو په اړه پاملرنه نه ده کړې او اړينه وه چې کورنۍ فابريکې پياوړې کړي او ورڅخه ملاتړ وکړي، څو د ورته بهرنيو توکو او مالونو له توريد سره سيالي وکړي. افغانستان په خپلو توليداتو سره په نړۍ کې نوم پيدا کړي او د هېواد اقتصاد پياوړى شي.
هغه وويل چې دوى دغه فابريکه د صنعت د ودې، د هېواد اقتصاد د ښه کېدو او د وزګارتيا کچې د ښکته کولو په موخه فعالوي او توليدات به يې محدود نه وي.
د سپين زر د نماينده ګيو امر زياته کړه چې دغه تصدي د ځمکې، ودانۍ او فعالو ماشين الاتو په ګډون ټول امکانات په واک کې لري، خو په وروستيو کلونو کې د دولت له خوا د دې توليدي سرچينې د فعالولو لپاره هېڅ کومه هڅه نه ده شوې.
محمدعثمان وويل چې په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې فابريکې د نپکود په نوم له يوه فرانسوي شرکت سره رسمي قرارداد درلود او پر بنسټ يې هر کال له کروندګرو ٢٤ زره ټنه پنبه پېرله، هغه يې په غوړو، کونجاړې، پوستکو او چګت بدلوله او پخته يې له پروسس او بسته بندۍ وروسته د پلور لپاره ولايتونو ته استوله.
دغه شرکت د پنځو کلونو لپاره قرارداد کړى و، خو له ٢٠١٣ کاله را په دېخوا سره له دې چې فابريکه فعال او مډرن ماشينونه په واک کې لري، خپل فعاليت يې درولى دى.
هغه زياته کړه چې ددې شرکت بېرته فعالول ١٥ ميليون ډالرو ته اړتيا لري چې په دې پيسو سره به يې ټولې برخې بېرته فعالې او کارګرانو ته به هم د کار زمينه مساعده شي.
د سپين زر فابريکې چارواکي وايي چې د ملي يووالي حکومت مشرانو په خپلو کمپاينونو کې د دې فابريکې د بېرته فعالولو ژمنې کړې وې، خو تر اوسه يې خپلې ژمنې نه دې عملي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي يووالي حکومت مشرانو هر يوه اشرف غني او ډاکټر عبدالله په روان کال کې د خپلو ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال په کندوز کې ژمنه کړې وه چې د سپين زر فابريکې فعالول او سمبالښت يې چې ميليونونه ډالره لګښت غواړي، په کاري لومړيتوبونو کې دي.
د خصوصي سکتور او لاسي صنايعو وده، د کرنې ميکانيزه کېدل، د امو سيند د څنډو ټينګښت او د کرنې پوهنتون جوړول د هغه له نورو ژمنو څخه دي.
همدارنګه ډاکټر عبدالله هم په ټاکنيزو کمپاينونو کې په کندوز کې ويلي وو چې که چېرې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم بريالى شي، نو په لومړي قدم کې به د سپين زر تصدۍ فابريکه فعاله کړي او زرګونه وزګار ځوانان به په کې په کار وګوماري.
د سوداګرۍ خونې دريځ
د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي چې که چېرې دولت غواړي چې د سپين زر فابريکه يو ځل بيا توليد ته چمتو شي، نو کولى شي چې په پوره روڼتيا سره يې د يوه منظم پروګرام له مخې په مناسبه بيه خصوصي سکتور ته ورکړي.
د دې ادارې مرستيال خان جان الکوزي وويل چې دولت په دې کار سره له يوې خوا صنعتي توکي توليدوي او له بلې خوا يو زيات شمېر کسان په دې فابريکه کې په کار ګومارل کېږي.
هغه وويل چې د پخوانيو فابريکو سيستم د نوي صنعت له سيستم سره توپير لري او ورسره سيالي نه شي کولى. هغه زياته کړه: ((دولت بايد د سپين زر فابريکې ځمکه په مناسبه بيه په پانګه والو وپلوري او د دې انتظار دې نه کوي چې ځمکه د ځمکې پر مافيا په لوړه بيه وپلوري.))
د سوداګرۍ خونو مرستيال پژواک ته وويل: ((که چېرې دولت خصوصي سکتور ته وړيا ځمکه ورکوي، خصوصي سکتور هم مکلف دى چې لږ تر لږه په خپله فابريکه کې درې زره کسانو ته کار پيدا کړي.))
الکوزي زياته کړه چې يواځې د فابريکې ځمکه پاتې ده، ماشينونه او وسايل يې په بشپړه توګه وراسته شوي او بايد نوي ماشينونه يې پر ځاى نصب شي.
هغه زياته کړه چې که چېرې دولت دغه کار وکړي، نو لږ تر لږه شپېتو ميليونو ډالرو ته اړتيا ده چې د فابريکې خام توکي په ځانګړي ډول د پنبې کښت مساعد کړي، د اوبو کانالونه جوړ شي، د فابريکې ماشينونه تبديل او د اوسنيو سل دوو سوو زړو ماشينونو پر مټ د فابريکې فعالول امکان نه لري.
الکوزي څرګنده کړه چې اوسمهال ليدل کېږي چې دولت له ګڼو ستونزو سره مخ دى ا و د خپلو مامورينو تنخوا هم نه شي ورکولى، که چېرته د سپين زر فابريکې فعالولو ته ژمن وي، نو همدا شرايط د فابريکې د بېرته فعالولو شرطونه کېدلى شي.
د ويلو ده چې ولسمشر اشرف غني ويلي چې له دې وروسته بايد ټول وزارتونه له کورنيو توليداتو کار واخلي.
نوموړي د مرغومي په ٣٠ مه ولسي جرګې ته د نوماند وزيرانو د ور پېژندلو په غونډه کې د خبرو پر مهال د افغاني محصولاتو کارول د هېواد د پر ځان بسياينې لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه چې بايد افغانستان د توليداتو کچه لوړه او هېواد د صادراتو پر يوه مرکز بدل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP