Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار مستوفيت نوې ودانۍ پرانيستل شوه

کندهار (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٣): په کندهار کې د مستوفيت نوې ودانۍ د ماليې د وزير اکليل حکيمي له خوا د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.

د يادې شوې نوې ودانۍ په اړه د کندهار مستوفيت مسوول عظيم خان احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نوې ودانۍ د ماليې وزارت په بوديجه د ٢٧ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه کال په موده کې جوړه شوې ده.

هغه زياته کړه، دغه ودانۍ د کار ٤٨ خونې، د غونډو لپاره يو هال او اړوند ملحقات لري، چې د نقشې چارې يې د کندهار د ښار جوړونې د رياست له لوري ترسره شوې دي.

د ده په وينا، د مستوفيت پخوانۍ ودانۍ پنځوس کلونه وړاندې جوړه شوې وه، چې ډېره زړه وه او کارکوونکي په کې له ستونزو سره مخامخ وو.

د ماليې وزير اکليل حکيمي د نوې ودانۍ په جوړولو خوښي وښودله او ويې ويل، دغه نوې ودانۍ بايد د حساب ورکولو او روڼوالي يو بنسټ وګرځي.

هغه د مستوفيت کارکوونکو ته په خپله وينا کې وويل، کومو کارکوونکو چې خپلې دندې يې په رښتينې توګه تر سره کړي، د وزارت له لوري به مکافات شي، خو کومو چې فساد او خيانت کړى، حساب به ورسره وشي او په دې اداره کې يې نور ځاى نشته.

نوموړي د مستوفيت له کارکوونکو وغوښتل، چې خپلې دندې په سمه توګه تر سره کړي او د فساد په مخنيوي کې مرسته وکړي.

د ماليې وزير خبر ورکړ، چې ډېر ژر به نه يواځې د مستوفيت، بلکې د ګمرک په ادارو کې هم د اصلاحاتو د راوستلو په موخه يو لړ اقدامات وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.