ښرنه (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٣): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې ځانګړو ځواکونو په مټاخان ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد واسکټونه او لسګونه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيولي چې په يوه کرولا موټر کې ځاى پرځاى شوي وو.
د پکتيکا دامنيت امر نثار احمد عبدالرحيمزي پژواک اژانس ته وويل چې د ملي پوليسو ځانګړې قطعې دا چاودېدونکي توکي تېره شپه نيولي دي. عبدالرحيمزي وويل چې د شپې له تيارې په ګټه اخيستو موټر چلوونکى تښتېدلى دى.
د عبدالرحيمزي د معلوماتو له مخې، چاودېدونکي توکي ٢٠٠ کيلوګرامه دي، ورسره د ځانمرګي بريد دوه واسکټونه هم موجود دي چې په خورا ماهرانه ډول په موټر کې ځاى پرځاى شوي وو.
د ځانګړو ځواکونو قوماندان عزيز الله کاروان پژواک ته وويل چې دغه چاودېدونکي توکي د مټاخان ولسوالۍ له مرکز سره نږدې نيولي شوي دي.
کاروان وايي چې د دوی د راپورونو له مخې، دا چاودېدونکي توکي د مايونو په جوړېدو کې د کارونې په موخه غزني ولايت ته لېږدول کېدل.
د يادونې ده چې يوه مياشت کې هم په دغې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو يو موټر بمب نيولى و ، چې هغه مهال يې هم موټر چلوونکي له سيمې پښې سپکې کړې وې.