Language

د ميوند قول اردو له روزنيز مرکز څخه سلګونه تنه فارغ شول

لښکرګاه(پژواک ۲۴ سلواغه ۹۳) : په هلمندکې د۲۱۵ ميوند قول اردو له روزنيز مرکز څخه ١٤١٠ تنه له لومړنيو پوځي زده کړو فارغ شول.

په دې اړه مراسموکې چې تېره ورځ په ياده قول اردو کې جوړ شوي وو، د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز رييس ارکان ډګرجنرال عبدالخالق وويل، افغان امنيتي ځواکونه دکميت له پلوه پوره شوي او دوی هڅه کوي چې په مسلکي برخه کې يې مهارتونه زيات کړي.

نوموړي زياته چې د يادو سرتېرو دا لومړۍ دوه مياشتنۍ زده کړې وې، چې د لوړې مراسمو له تر سره کېدو وروسته به دوه مياشتې نورې مسلکي زده کړې هم تر سره او بيا به د اړوندې قول اردو په چوکاټ کې په دندو وګومارل شي.

ده وويل،د تېرو کلونو په پرتله د ملي اردو سرتېرو مورال لوړ شوی، له بهرنيانو پرته په خپلواک ډول سره عمليات تر سره کوي او پلانونه طر حه کوي چې له دې کار سره د خلکو باور هم پرې زيات شوی او امنيت مثبت لوري ته روان  دی.

نوموړي له يادو سرتېرو غوښتنه وکړه چې په ژمنه وفا وکړي، دهېواد له امنيت او خلکو په صداقت سره ساتنه  وکړي، څو په راتلوونکي کې هېواد له  نا امنيو سره مخ نه  شي.

په دغو مراسموکې د۲۱۵ ميوند قول اردو د ښوونيز مرکز قوماندان ډګروال شاه ولي ځاځي وويل، چې په تېرو دوه مياشتوکې  دکورنيو مسلکي استادانو له خوا يادو سرتېرو ته لومړنۍ پوځي زده کړې ورکړل شوې دي.

دده په وينا، دغه کسان دهېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه را جلب شوي او په ياده موده کې له اصولو سره سم  زده کړې ورکړل شوې دي .

ځاځي وويل، چې په ۲۱۵ ميوند قول اردو کې دا د پوځيانو دوولسمه دوره ده چې تر سره کيږي.  

 د بريدمل نصيب ګل په نامه يوتن وويل چې په ياده موده کې يې لومړنۍ پوځي زده کړې زده کړې دي او په راتلوونکي کې به په اړونده برخه کې نورې مسلکي زده کړې هم تر سره کړي.

ده زياته کړه، لېواله دی چې تر لاسه شوي مهارتونه  په عملي ډګر کې وکاروي او خپل خلکو ته دهلو ځلو په ترڅ کې امنيت ټينګ او خپل مسووليت ادا کړي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.