Language

د کاپیسا په جګړه کې ۱۶ ملکي وګړی ټپیان شوي

محمود راقي ( پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۳ ) د کاپیسا په اله سای ولسوالۍ کې د پولیسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړه کې ۱۶ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د اله سای ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې نن د جمعې د لمانځه پر مهال د نارنجګ د مرمۍ له امله ۱۶ لمونځ کونکي ټپیان شوي دي ، د دوی په وینا دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې خلک د لمانځه په موخه راغونډیدل او په بازار کې د وسله والو مخالفینو او د سیمیزو پولیسو تر منځ نښته رامنځته شوه.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري د سلواغې په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته ویل چې د اله سای ولسوالي په مرکز علاقه دارۍ کې د اله سای خلکو په جامع مسجد کې د جمعې د لمونځ په موخه راغونډ شوې وو چې د وسله والو له خوا د بازار تر څنګ د سیمیزو پولیسو پر پوستو ډزې وشوې.

هغه زیاته کړه، چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې په پایله کې یې لس ملکی وګړي ژوبل شوي دي.

قادري وایي چې په دې نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتې اوسمهال سیمه  کې وضعیت ښه شوی او د افغان ځواکونو له خوا یې امنیت نیول شوی.

د نوموړي په وینا، ټپیان د ولسوال په مرسته د اله سای نږدې دولتي کلینک ته استول شوي دي چې د ځینو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

خو عطاالله  په نامه دسیمې یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل چې په دې نښته کې ۱۶ ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

دی وایی، خلک په جامع جومات کې د جمعې لمانځه رته راټول شوي وو، چې د وسلوالو او پولیسو ترمنځ د جګړې پر مهال نارنج پر جومات ولګید.

د یادونې وړ ده چې تر دې پخوا هم د اله سای ولسوالۍ په بازار کې څو ځلې د وسله والو مخالفیو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.