Language

ميوند کې ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول

کندهار ښار (پژواک ٢٤سلواغه ٩٣) : د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د سلواغې په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل چې د باور په نامه په پيل شويو عملياتو کې نن سهار د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور سيمه ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول .

ده زياته کړه چې په دې عملياتو کې چې اوس هم د  ګډو افغان امنيتي  ځواکونو له لوري په ياده ولسوالۍ کې جريان لري ، د وسله والو مخالفينو يو شمېر وسلې ، مهمات ، چاودېدونکي توکي او مخابرې هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د نوموړي په خبره ، چې په يادو عملياتو کې د سيمې اوسېدونکو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى .

د ميوند ولسوالۍ امنيه قوماندان جان اغا پژواک اژانس ته وويل چې د يادو وسله والو د وژلو ترڅنګ د بند تيمور په سيمه کې د عملياتو پرمهال د نشه يي توکو يو شمېر فابريکې او د وتوليد وسايل هم له منځه  وړل شوي ، خو نوموړي يې دقيق شمېر په ګوته نه کړ.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو د پټنځايونو ترڅنګ د نشه يي توکو  زېرمې او د توليد وسايل هم موجود و  او د نشه يي توکو کاروبارکوونکو دلته د ځان لپاره خوندي ځايونه رامنځته کړي و ، چې ددغو عملياتو پرمهال هرڅه له منځه يوړل شول .

امنيه قوماندان وويل چې د بندتيمور په قلعه شامير سيمه کې شاوخوا لس ورځې مخکې د سيمې خلکو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون وکړ او له هغه وروسته دا دى امنيتي ځواکونو د وسله والو د ځپلو په موخه په ياده سميه کې پراخ عمليات پيل کړي دي.

څو ورځې مخکې د شاه ولي په نامه د وسله الو يو مشهور قوماندان هم د ګډو ځواکونو د عملياتو پرمهال د بند تيمور په سيمه کې وژل شوى و.

 د يادې پېښې په اړه تراوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .  

د يوبل خبر له مخې تېره شپه  ناپېژانده موټرسايکل سپرو وسله والو د کندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د قبا په ساحه کې يو عام وګړى پر ډزو وواژه او وسله وال په تېښته بريالي شول .

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د يادې پېښې په تاييد سره پژواک ته وويل چې پوليس د پېښې د عاملينو د نيولو په لټه کې دي .

خو يوې بلې امنيتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل چې ياد وژل شوى تن حاجي شرين نوميده او د سولې شورا ولايتي غړى و.

تراوسه ددغې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په کندهار ښار کې د ترور پېښې زياتې شوې دي، او په دې تړاو امنيتي ځواکونو يو شمېر کسان نيولي هم دي.