مزارشريف (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٣): د ښځو د حقونو په برخه کې کارکوونکې ټولنې وايي، چې په شمال زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زياتوالی راغلى دی.
دغه څرګندونې په مزارشريف کې د شمال زون د بشري حقونو په کمېسيون کې د ښځو د حقونو د برخې مسوولې فوزيې نوابي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه ((د ښځو ځورونه نوره بس ده)) تر سرليک لاندې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ياده ناسته د ((د افغان ښځو شبکه)) له خوا د سلواغې په ۲۵مه په فردوسي کتابتون کې ترسره شوه چې د ګڼو مېرمنو تر څنګ د مدني ټولنو يو شمېر ښځينه غړو هم برخه اخيستې وه.
په مزارشريف کې د يادې شبکې سيمه ييزې مسوولې هيلۍ سهاک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نړۍ په کچه نن د فبروري ۱۴مه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمښت په موخه د يو بيليوني پاڅون په توګه نمانځل کېږي.
نوموړې زياته کړه چې دوی له همدغه پاڅون سره د همغږۍ په موخه نن سره ټول شوي دي.
د هغه په وينا، د تېرو کلونو په پرتله په شمال زون کې د ښځو د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.
مېرمن سهاک که څه هم کره شمېرې وړاندې نه کړې خو زياته يې کړه چې پر ماشومانو جنسي تېري، ناموسي وژنې، ځان وژنې او د ځان سوځونې پېښې زياتې شوې دي.
نوموړي يوازې پر ماشومانو د جنسي تېريو په اړه وويل چې په روان کال کې په شمال زون کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۱۲ پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.
خو په مزارشريف کې د شمال زون د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې د ښځو د حقوقو د برخې مسوولې فوزيې نوابي پژواک ته وويل چې د تېر کال په پرتله په شمال زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې ۶۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.
نوموړې زياته کړه چې د شمال زون په څلورو ولايتونو (سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل) کې روان کال د ښځو پر وړاندې د تاريخوالي ۸۷۰ پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.
په دغو پېښو کې په بلخ کې ۳۶۲، په سمنګان کې ۱۱۷، په جوزجان کې ۲۱۸ او په سرپل کې ۱۶۲ پېښې ثبت شوې دي.
د هغې په وينا، په دغو پېښو کې څه باندې ۳۱۰ پېښې د ښځو د وهلو ټکولو او ۱۵ پر ښځو د جنسي تېري دي او په پاتو کې يې ډېره برخه د ځان سوځونې، ځان وژنې او اجباري ودونو پېښې دي.
مېرمن نوابي وويل، چې اقتصادي ستونزو او د ښځو د حقوقو پر وړاندې د بې خبرۍ تر څنګ د قانون نه پلی کېدل او د زورواکو شتون د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي بنسټيز لاملونه دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د قانون نه تصوبېدل دا په ډاګه کوي، چې لا هم په افغان ټولنه کې د ښځو حقوق په سمه توګه نه دي پېژندل شوي.
په بلخ ولايت کې د افغان مېرمنو د شبکې مسوولې عارفه سفار د غونډې په پای کې رسنيو ته د دغې ناستې شپږ ماديز پرېکړليک وړاندې کړ.
په پرېکړليک کې د مېرمنو د زورونې او ازار د مخينوي په موخه په ارګ کې د څار کمېټې غوښتنه شوې وه، چې يا يې ولسمشر او يا هم کوم استازی مشري وکړي.
همداراز د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د ثبت او د قضايي څارنې تر څنګ غوښتنه وشوه چې د ښځو د حقونو پر وړاندې د عامو خلکو د پوهاوي په موخه ګړندي ګامونه واخيستل شي.