Language

غزني کې طالب ضد پاڅونوال له حکومته وسلې غواړي

غزني ښار (پژواک ۲۵ سلواغه ۹۳): د غزني په يو شمېر سيمو کې پاڅون کوونکي وايي، که دولت ورسره د هغو وسلو مرسته وکړي، چې طالبان يې په واک کې لري، نو دوى به د مقر او اندړو ولسوالۍ په بشپړه توګه له مخالفينو پاکې کړي.

دا پاڅون کوونکي وايي، ډېرې سيمې يې د طالبانو له شتونه پاکې کړې دي، خو دولت ورسره تراوسه د وسلو هېڅ مرسته نه ده کړې.

په مقر ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو قوماندان سيدالله وايي، اوسمهال طالبان په بېلابېلو درنو وسلو سمبال دي، خو دوى يواځې په سپکو وسله د هغوى پر وړاندې مقاومت کوي.

هغه زياته کړه: “له موږ سره درنې وسلې هېڅ نشته، لکه هشتادو دو ملي متري توپ، دهشکه، هاوان، خو وسله وال طالبان يې لري؛ که چېرته دولت موږ سره د درنو وسلو مرسته وکړي، نو په څو مياشتو کې به ټول مقر له وسله والو طالبانو پاک کړو”.

دى وايې، کومې وسلې چې اوسمهال له دوی سره دي، دا يې شخصي وسلې دي او يا هم هغه وسلې چې له وسله والو طالبانو څخه يې غنيمت نيولې دي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ يو پاڅون کوونکی نورالله، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي، وايي چې د دوى کسان په زړو وسلو د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

دى زياتوي، په پاڅون کوونکو کې ډېر کم خلک کولى شي په خپلو پيسو وسلې واخلي او دولت ته په کار ده، چې په دې برخه کې د هغوى ملاتړ وکړي.

د هغه په وينا، د همدې پاڅونوالو له برکته اوس دولتي ځواکونه هغو سيمو ته ډاډه ورځي، چې پخوا د مخالفينو د فعاليت له امله نه شواى تللى.

نوموړى وايي: “اوس دلته زموږ امنيتي پوستې دي، که چېرته زموږ ځوانان مجهز شي، نو د اندړو ولسوالۍ په شمول به د غزني د قره باغ، دهيک او ګېرو ولسوالۍ په پوره توګه د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.”

د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ميرخان سيمې يو پاڅون کوونکی عبدالله وايي: “موږ د طالبانو پر وړاندې له مجبوريته وسله رااخيستې، نه له هوسه.”

د ده په خبره، ټول خلک چې له طالبانو ستړي شوي، وسلې نه لري او نه هم د وسلو د اخيستو توان لري.

ميرخان زياتوي، که دولت غواړي، په دې ولايت کې امنيت ټينګ شي، نو د دوى مرستې ته دې را ودانګي.

ميرخان وايي، اوس د طالبانو ترڅنګ د يوې بلې ډلې – داعش – د پيدا کېدو اوازې هم خپرې شوې دي، نو په داسې حالت کې خو د دولت د همکارۍ اړتيا د ده په باور، دوه برابر کېږي.

د اندړو ولسوالۍ د ګردېز کلا سيمې د پاڅونوالو مشر قوماندان پاچاخان وايي، اوسمهال ولسي خلک د يوه امنيتي ځواک په توګه د دولتي سرتېرو ترڅنګ ولاړ دي.

دى زياتوي، دا چې خلک بېوزله دي او د عايد نورې سرچينې هم نه لري؛ دولت ته په کار ده، چې د دوى ژوند ته پاملرنه وکړي.

ده زياته کړه: “دولت سره له دې چې له موږ سره مالي مرسته نه ده کړې، حتى موږ په خپلو پيسو وسلې اخيستې دي. نو که دولت غواړي چې امنيت ټينګ شي، بايد دا ستونزه حل کړي.”

پاچاخان له حکومته غواړي، چې ولسي پاڅون کوونکي د رسمي مامورينو په توګه په پام کې ونيسي او هغوى ته د وسلو برابرولو ترڅنګ معاش هم ورکړي.

د اندړو د صاحب خان د سيمې يو اوسېدونکى نعيم الله، په سيمه کې د امنيت په ټينګښت کې د پاڅونوالو د رول ستاينه کوي او وايي، دولت په تېرو ١٢ کلونو کې د امنيت په راوستو بريالى نه شو، خو پاڅونوالو د څو مياشتو په لړ کې دا کار وکړ.

ده وويل، چې اوس د دوى په سيمه کې د بيارغونې کارونه پيل شوي، ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص دي.

بل خوا د غزني امنيتي چارواکي هم د پاڅونوالو ستونزه مني او وايي، دې کسانو د طالبانو د ځپلو لپاره “لويه قرباني” ورکړې ده.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وايي: “کومه قرباني چې په اندړو ولسوالۍ کې پاڅون کوونکو ورکړه، نو د هغې په بدل کې، پنځه سلنه مرسته هم ورسره نه ده شوې. همدا پاڅون کوونکي وو چې د له ځينو اندړو ولسوالۍ څخه يې طالبان وشړل.”

د هغه په خبره، که څه هم د امنيه قوماندان په توګه تل د پاڅونوالو ترڅنګ ولاړ پاتې شوى، خو په باور يې له دوى سره نورې ډېرې مرستې ته اړتيا ده.

امنيه قوماندان زياتوي، پاڅون کوونکي په زړو ټوپکونو چې دوى په خپلو کورونو کې درلودل، د طالبانو پروړاندې جګړه کوي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د پاڅونوالو غوښتنې او ژمنې به په کابل کې د لوړپوړو چارواکو غوږونو ته رسوي او کوم څه چې د ده په وس کې دي، هغه به ترې نه سپموي.

دې امنيتي چارواکي وويل، د کورنيو چارو وزارت پخوا تردې هم له پاڅونوالو سره د مرستې غږ کړى او دوى پخوا تردې په اندړو ولسوالۍ کې له يو شمېر پاڅونوالو سره د وسلو مرسته کړې ده.

خو د غزني سرپرست والي، موسى خان اکبرزاده ويلي، د پاڅونوالو موضوع يې څو ځلې په کابل کې له لوړپوړو چارواکو سره شريکه کړې ده، ترڅو د دوى برخليک معلوم شي.

نوموړي پژواک ته ويلي و، چې د ده غوښتنه دا وه چې يا خو دې پاڅونوال د دولت په چوکاټ کې راوستل شي او يا دې ورڅخه وسلې راټولې شي.

Related Topics