پل علم- وردګ- خوست (پژواک، ٢٥ دلو ٩٣): په لوګر او ميدان وردګو کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې يو طالب قوماندان له خپلو درېيو ملګرو سره وژل شوى او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.
د لوګر د بره کي برک ولسوال محمدرحيم امين وايي چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو يو طالب قوماندان له خپلو درېيو ملګرو سره وژل شوى دى.
امين وايي چې عمليات د افغان ځواکونو له خوا تېره شپه د دې ولسوالۍ په چلوزيو سيمه کې شوي او هغه کور په کې په نښه شوى چې د طالبانو دا څلور کسيزه ډله په کې اوسېده.
د ولسوال په خبره، په دغو عملياتو کې امريکايي سرتېرو هم د افغان ځواکونو ملتيا کوله.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د قدرت الله په نوم د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان هم شامل دى چې له ډېرې مودې راهيسې يې په سيمه کې د دولت پر ضد فعاليت کاوه.
هغه وويل چې له دغه کوره يوه اندازه سپکه او درنه وسله هم امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلې ده.
د چلوزيو يوه اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې د طالبانو او افغان سرتېرو تر منځ جګړه شوې ده.
نجيب الله وايي چې په جګړه کې څلور طالبان وژل شوي دي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادولو ده، څو ورځې وړاندې په همدې سيمه کې د دولت څلور مخالفين د هغه ماين په چاودنه کې ووژل شول چې غوښتل يې په سيمه کې يې خښ کړي.
بلخوا په ميدان وردګو کې د نا امنيو او ترافيکي پېښو کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه وسله وال نيول شوي دي.
د ياد ولايت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په مرکز ميدان ښار، سيداباد او جلرېز ولسواليو کې امنيتي ځواکونو عمليات کړي چې په پايله کې يو ملکي وګړى وژل شوى او د يوه بل ملکي کس تر څنګ څلور افغان سرتېري ټپيان شوي دي.
خپرپاڼه زياتوي چې امنيتي ځواکونو د نرخ ولسوالۍ په صد مرده سيمه کې د زرګل او زاخېل (مشهور په وهاب) په نوم د دولت دوه مخالفين نيولي چې د ملا اجمل په ډلې پورې تړلي وو.
په ورته وخت کې د جلرېز په زيولاتو سيمه کې د عامه نظم ساتنې پر پوليسو د سړک غاړې ماين چاودېدلى چې له امله يې دوه سرتېري ټپيان شوي.
همدارنګه د سيد اباد ولسوالۍ پر يوې پوستې د توغندي د لګېدو له امله د ملي اردو يو سرتېرى ټپي شوى دى.
دغه راز د کابل ـ غزني پر لويه لاره د سيداباد ولسوالۍ اړوند د سي سۍ په سيمه کې د موټرو د ټکر له امله يو کس وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، په خوست کې د پوليسو د پلټونکو عملياتو پر مهال په ماينونو کې يوه اندازه کارېدونکي توکي او يو تن چې غوښتل يې يو درې کلن ماشوم وتښتوي، لاس په لاس نيول شوی دى.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د سلواغې په ٢٥مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې پر ځينو جرمونو يو تورن کس غوښتل چې د خوست ښار لوېديځ ته يو درې کلن ماشوم د پيسو د ترلاسه کولو لپاره وتښتوي.
هغه زياته کړه، پوليسو د سيمې د خلکو په مرسته وکولای شول د دغه ماشوم تښتوونکی په داسې مهال ونيسي چې هڅه يې کوله له ماشوم سره يو ځای چېرې ځان پټ کړي.
غيرت وويل: “دغه اختطاف کوونکى دوه کاله وړاندې هم د پوليسو له خوا د ماينونو خښولو په تور نيول شوی و چې يوه نيمه مياشت وړاندې له زندانه خوشی شوی او جرمونو ته يې بيا مخه کړې ده.”
د ماشوم پلار چې وکيل نومېږي، پژواک اژانس وويل چې د غرمې مهال نورو ماشومانو کور ته ورمنډې کړې او د ده د زوی تښتولو په اړه يې ورته ويلي چې وروسته يې پوليسو ته ټيلېفون کړی دی.
وکيل له عدلي او قضايي ادارو په کلکه غوښتنه وکړه چې د دغه کس په جرمونو ککړو کسانو ته قانوني سزا ورکړي، څو نورو ته د عبرت درس وګرځي.
د خوست امنيه قوماندان فيض الله غيرت همدارنګه وويل چې د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې يې يوولسو بورۍ هغه توکي نيولي چې په ماينونو کې د بارودو تر څنګ ترې کار اخيستل کېده.
هغه زياته کړه، پوليسو چې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د سړک غاړې کابو ۱۵۰ ماينونه موندلي او شنډ کړي يې دي.