Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر: د سلواغې ٢٦مه په معاصر تاريخ کې يوه نه هېرېدونکي ورځ ده

کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٣): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سلواغې ٢٦مه د افغانستان په معاصر تاريخ کې يوه نه هېرېدونکي ورځ ده، چې د افغان ولس د قربانيو، سرښندنو او خپلواکۍ سره د مينې څرګندويي کوي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه، نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د يادې ورځې په اړه په خپل پيغام کې کړې دي.

په پيغام کې راغلي، له نن څخه ٢٦ کاله وړاندې د ١٣٦٧ کال د سلواغې په ٢٦مه، د افغان مېړني او باتور ولس د نه ستړي کېدونکې جهاد او مبارزې پرمټ د وخت شوروي اتحاد وروستۍ يرغلګر پوځونه له ګران هېواد افغانستان څخه وتلو ته اړ وېستل شول.

ده زياته کړه، دغه ورځ د افغانستان په معاصر تاريخ کې يوه نه هېرېدونکي ورځ ده، چې د افغان ولس د قربانيو، سرښندنو او خپلواکۍ سره د مينې څرګندوي کوي. د افغانستان مجاهد او قهرمان ولس ته د دغې پرتمنيې بريا په اړه مبارکي وايم.

د هغه په وينا، د شوروي اتحاد سرو لښکرو د ١٣٥٨ کال د مرغومې په شپږمه پر افغانستان تېرى وکړ او نږدې يوه لسيزه د افغان ولس له بې ساري مقاومت وروسته، له ماتې سره مخامخ او زموږ له ګران هېواد څخه ټيټ سرونه ووتل.

نوموړى وايي، د دې لس کلنې مبارزې په پايله کې ميليونونه افغانان شهيد، معيوب او معلول شول او د هېواد پرېښودلو ته مجبوره کړى شول. اقتصادي، زېربنايي او ټولنيزې سرچينې زيانمنې او د هېواد ډېرې سيمې په کنډوالو بدلې شوې.

ولسمشر ويلي، د دې لپاره چې په راتلونکي کې له دغه ډول ستونزو څخه مخنيوي وشي او افغان غميزې ته د تل لپاره د پاى تکى کېښودل شي، افغان حکومت او افغان وياړلى ولس غواړي د نړۍ له ټولو هېوادونو، د سيمې له ملتونو او په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو سره د سوله ييز تفاهم پربنسټ ښې اړيکې ولري او له نورو هم غواړي، چې د متقابل درناوي په پام کې نيولو سره له افغانستان سره ورته چلند ولري.

دى زياتوي، له تاريخي پلوه ثابته ده، چې افغانانو تل له خپلې اسلامي عقيدې او ځمکني بشپړتيا څخه په مېړانه دفاع کړې ده؛ همدا اوس هم افغان زړور امنيتي ځواکونه له هېواد، اسلامي او ملي نواميسو څخه د دفاع او ساتنې بشپړ مسووليت په غاړه لري او په خپلواکه توګه د هېوادوالو د امنيت او خونديتوب په موخه شپه او ورځ خپله دنده په مېړانه ترسره کوي.

اشرف غني وايي: “د ملي يووالي حکومت مشرتابه د افغان مبارز او مجاهد ولس ارمانونو او مبارزې ته د يوه ستر ارزښت په سترګه ګوري او په دې لاره کې خپله ژمنتيا يو ځل بيا اعلاموي. همدا ډول هغو نومورکو شهيدانو ته هم د درناوي مراتب وړاندې کوم، چې خپل سرونه يې په سپېڅلي جهاد کې د هېواد د خپلواکۍ لپاره نذرانه کړي دي.”

د ولسمشر په وينا، افغانان د دې جوګه دي، چې په يووالي سره له سترو ننګونو څخه بريالي راووځي، اوس يو ځل بيا د دې وخت رارسېدلى دى، ترڅو په هېواد کې د تلپاتې سولې او امنيت لپاره په متحدانه ډول غږ اوچت کړو، ترڅو نور مو ګلالي ماشومان بې پلاره او خويندې مو کونډي نه شي، بلکې هېواد د ابادۍ، پرمختيا او سوکالۍ په لوري روان کړو او د يوه پياوړې باثباته او پرمختللي افغانستان شاهدان واوسو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.