Language

المان هر کال افغانستان سره ۴۳۰ میلیونه یورو مرسته کوي

مزار شريف ( پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۳ ) : د المان دولت د اقتصادي او پراختيايي همکاريو وزارت مسوولين وايي، چې له افغانستان سره د دوی د مرستو ډېری برخه د دغه هېواد په شمال کې په پراختيايي چارو باندې لګول کېږي.

دغه څرګندونې د المان د ياد وزارت مرستيال توماس سيل بيرهورن Thomas Silberhorn د سلواغې په ۲۶مه، په مزارشريف کې د المان دولت لخوا د انجنیري د مسلکي زده کړو د انسټيوټ د ودانۍ د بنسټ ډبرې د ايښودو د مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

نوموړي زياته کړه، چېد المان دولت د افغانستان د پراختيا لپاره اوږدمهاله پلان لري، چې په راتلونکو کلونو کې به هم المان د دغه هېواد لپاره باوري ملاتړ کوونکی وي.

د هغه په وينا د المان لخوا هر کال له افغانستان سره د مرستې په موخه ۴۳۰میليونه يورو ځانګړې کېږي.

توماس وويل، چې له دغې مرستې څخه ۲۵۰ میليونه يورو د المان دولت د اقتصادي او پراختيايي همکاريو وزرات له لوري په افغانستان کې په پراختيايي چارو باندې لګول کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه وزرات د مرستو ډېره برخه د افغانستان په شمال کې لګول کېږي، چې په بلخ ولايت کې يې د انجنیري انسټيوټ جوړېدونکی ودانۍ يوه بېلګه ده.

د بلخ ولايت مقام د سکتوري او تخنيکي چارو مسوول ذبيح الله اختري پژواک ته وويل، چې ننی پروژه د المان دولت لخوا د هغو درېيو پوهنيزو پروژو له ډلې څخه ده، چې ۱۱میليونه يورو لګښت ورباندې راځي.

نوموړي زياته کړه، چې په يادو پروژو کې د ښوونې او روزنې انسټيوټ ودانۍ، د کرنې د مسلکی زده کړو ودانۍ، چې پخوا ګټې اخيستنې ته چمتو شوي او د اينجينري د مسلکي زده کړو ودانۍ شامله ده، چې نن يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د انجنیري په برخه کې د مسلکي زده کړو د انسټيوټ ودانۍ باندې درې نيم میليونه يورو لګښت راځي، چې په راتلونکي يو کال کې به په دوه پوړونو کې جوړه شي.

د بلخ د پوهنې رياست مرستيال لاجمير افغان زي پژواک ته وويل، چې د يادې ودانۍ په جوړېدو به په بلخ ولايت کې د مسلکي زده کړو په برخه کې د ۸زره زده کوونکو د جذب اسانتيا برابره شي.

Related Topics