لښکرګاه (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۳): د هلمند چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې د څلور زره افغان سرتېرو له خوا د ذوالفقار په نوم پراخ عملیات پیل شوي او ډېرې سیمې يې له وسله والو مخالفينو پاکې کړې دي.
د هلمند د سرپرست والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد عملیات د سنګین له ولسوالۍ د هوايي او ځمکني ځواکونو له خوا پیل شوي او تر دې مهاله افغان له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي او ډېرې سیمې له وسله والو مخالفينو پاکې شوې دي.
هغه زياته کړه، دغه عملیات به تر هغو دوام ولري چې په سیمه کې امنیت نه وي ټینګ شوی او د دې تر څنګ به په یادو سیمو کې د دوامداره امنیت لپاره پوستې جوړې شي څو خلک له کړاوه خلاص شي.
نوموړي د دواړو لورو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي او زياتوي چې دا د هغو عملیاتو لړۍ ده، چې دولت یې له ډېره وخته ژمنه کړې وه.
هغه زياتوي چې اوس په کابل کې پر دې کار روان دی چې څنګه د اړتیا پر مهال له بهرنیو ځواکونو هوايي مرسته وغواړي.
ځواک وايي چې دغه عملیات به په سنګین، کجکي، موسی کلا، نوزاد او واشیر ولسوالیو کې هم ترسره شي.
د ځواک په وینا، د هلمند د مرکز لښکرګاه په شاوخوا سیمو ترخه ناور او خوشکابه کې هم نن سهار عملیات پیل شوي دي.
بلخوا په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې هم د یادو عملیاتو د پیل خبر ورکړل شوی او ویلي يې دي، په لومړۍ نښته کې چې د سنګین د کټوزو په سیمه کې شوې، ملا ناصر چې پر ملالي مشهور دی، له پنځو نورو کسانو سره وژل شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې پر پولیسو او ملي اردو سربېره، هوايي او کومانډو ځواکونه هم برخه لري او د خلکو په مرسته ښه پر مخ روان دي.
دغه راز د هلمند د سرپرست والي مرستیال محمد جان رسولیار په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې په سنگین کی د ذوالفقار په نوم پيل شوي عمليات د هېواد په کچه تر ټولو ستر او خپلواک عملیات دي چې یوازې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پر مخ بيايي.
د ده د معلوماتو له مخى، پر میوند قول اردو سربېره د اتل او ظفر قول اردو ګانې، د کابل ١١١ پلې فرقه، پلي، هوایي، زغروال او ځانگړي کوماندویي ځواکونه یې ملتیا کوي.
په همدي اړه د هلمند د ولایتي شورا ریيس کریم اتل یاد عملیات د دومداره امنیت لپاره ګټور بولي، خو غوښتنه کوي چې د دولت د وسله والو مخالفینو او مُلکي وګړو تر منځ توپیر وکړي.
نوموړي هیله وښوده چې یاد عملیات به تر ډېر ستونزمن نه وي؛ ځکه عام خلک له جګړې ستړي شوي او له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.
بلخوا د سنګین او ګرشک تر منځ د حیدراباد سیمې یوه اوسیدونکو اسدالله پژواک ته وویل، د دوی سیمې ته ګڼ افغان ځواکونه راغلي، خو تر دې دمه جګړه نه ده شوې، خو زیاتوي چې وړمه شپه يې په سیمه کې ایساف بمبارد کړی او یو شمېر وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.
په دې اړه د ګرشک امنيه قوماندان سمونوال حکمت الله حقمل وویل چې په دغو سیمو کې ځمکني او هوايي عملیات شوي، یوه د ماینونو د جوړېدو فابریکه کشف شوې او یو شمېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د يادونې ده، دا په هلمند کې د مشترک په نوم عملیات چې په مارجې ولسوالۍ کې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د ۱۵زره سر تېرو له خوا ترسره شول، دويم لوی عملیات دي چې یوازي د افغان سرتېرو په ډېر شمېر ګډون ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP