Language

کاپيسا يو پخوانى جهادي قوماندان ووژل شو

محمودراقي (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٣): په کاپيسا ولايت کې يو پخوانى جهادي قوماندان د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د کاپيسا ولايت سرپرست محراب الدين ساپى وايي چې قوماندان فاروق نن په کوهبند ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه د قوماندان يو ساتونکى هم وژل شوى او پوليس اوس پلټنه کوي چې نوموړى د چا او د کومې ډلې له خوا وژل شوى دى.

خو په سيمه کې يوه سرچينه چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وايي، چې قوماندان فاروق د وسله والو مخالفينو له خوا وژل شوى دى.

د دې وژنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

بلخوا د سيمې خلک وايي چې د ضابط وکيل او ګل نظيم د خپلمنځي جګړو له امله، چې پخواني جهادي قوماندانان دي، لسګونه کورنۍ کډې کولو اړې شوې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي شاه زمان وويل: ((په کوهبند کې د وسله والو مخالفينو پر ځاى خپلسر وسله وال ډېر دي، تر خپل منځ دښمنۍ لري او له يادو دوو قوماندانانو سره دولتي چارواکي لاس لري، په همدې اساس هغوى نه بې وسلې کېږي.))

د هغه د ادعا له مخې، قوماندان فاروق هم د سيمې د ځينو کړيو له خوا وژل شوى خو د دغو کړيو نوم يې وانه خيست.

د ويلو ده، په روان کال کې د ډاکتر عبدالله د کمپاين مسوول جنرال زيب نور هم له دوو نورو کسانو سره په دې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې وواژه.

Related Topics