کندوز- سرپل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٣): په کندوز ولايت کې څلور وسله وال او يو پوليس وژل شوي، بلخوا په سرپل کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى يو قوماندان بېرته وسله والو ته ورغلى دى.
ځايي مسوولين وايي چې دغه تلفات د امام صاحب ولسوالۍ په رنګين سيمه کې د نښتې پر مهال رامنځته شوي دي.
د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي پژواک اژانس ته وويل چې دغه نښته تېر ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو د پوليسو پر ګزمه بريد وکړ.
هغه وايي چې په دې نښته کې ځيني وسله وال ټپيان شوي خو شمېره يې نه ده په ډاګه شوې.
هغه زياته کړه، ګډ امنيتي ځواکونه چې په دې ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو په موخه شتون لري، اوس هم په ټاکلو سيمو کې پراته دي او نښتې خال خال دوام لري.
له بلې خوا د سرپل د مرکز څنډې ته د بلغلي کلى هم د وسله والو طالبانو په ولکه کې راغلى او د سولې له پروسې سره يوځاى شوى يو قوماندان له اتو کسانو سره بېرته وسله والو ته ورغلى دى.
د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال نورحبيب ګلبهاري پژواک اژانس ته وويل چې طالبانو ياد کلى تېر مازديګر ونيو او امنيتي ځواکونه د وضعيت د نامساعدوالي او ناسمې هوا له امله تر اوسه نه دي توانېدلي دغه کلى له وسله والو ونيسي.
هغه وايي چې کلى امنيتي ځواکونو کلابند کړى او ډېر ژر به يې له وسله والو ونيسي.
د امنيه قوماندان په خبره، د نښتې پر مهال يو پوليس ټپي شوى او د ملي اردو د ځواکونو د هاوان په بريد کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو شمېر يې نه دى معلوم شوى.
ګلبهاري وويل، د خال محمد په نوم يو قوماندان چې مخکې له خپلو ٥٠ کسانو سره د سولې له پروسې سره يوځاى شوى و، اوس بېرته له اتو کسانو سره وسله والو ته ورغلى دى.
خو د سرپل د ولايتي شورا رييس محمد نور رحماني وايي چې دغه قوماندان له خپلو ٣١ کسانو او درې رينجر موټرو سره بېرته طالبانو ته ورغلى دى.
دغه راز د سيمې يو اوسېدونکى چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي ادعا وکړه چې طالبانو له دولت سره د همکارۍ په تور د خلکو درې کورونه سوځولي دي او د دغو کورنيو غړي يې وهلي ډبولي دي.
خو د امنيې قوماندان يوازې د پوليسو د يوې پوستې د سوځولو خبر تاييدوي
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د بلغلي پر سربېره يې دوه پوستې هم نيولې او له دولتي ځواکونو سره يې نښتې لا هم دوام لري چې جزئيات به يې وروسته په ډاګه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP