ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ لويه لاره پرانيستل شوه

author avatar
16 Feb 2015 - 11:43
author avatar
16 Feb 2015 - 11:43

اسعد اباد ( پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٣ ) : د کونړ امنيه قوماندان وايي چې  د ناړۍ ولسوالۍ لويه لاره تر درې ورځنيو عملياتو وروسته پرانيستل شوې ده.

ناړۍ چې د ولايت د مرکز اسعد اباد ښار شمال ختيځ لوري ته په ٨٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، له څه مودې راهيسې وسله والو طالبانو يې په اوږدو کې ماينونه ځاى پر ځاى او ددې ولسوالۍ لاره يې له مرکز او نورو ولسواليو سره تړلې وه.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د سلواغې په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناړۍ ولسوالۍ لاره تېره شپه يوه نيمه بجه پرانيستل شوې ده.

هغه زياته کړې چې ددې ولسوالۍ د جنګل بوشه په سيمه کې وسله والو مخالفينو تر ٢٠ زيات غټ ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو.

دى وايي چې د ملي اردو تخنيکي او انجنيري ټيم دغه ماينونه او د لارې په اوږدو کې نور ماينونه کشف او شنډ کړل.

سيدخېل زياتوي چې اوس د يادې ولسوالۍ عام خلک، دولتي کارکوونکي او امنيتي ځواکونه پر يادې لويې لارې تګ راتګ کوي.

 امنيه قوماندان وويل چې ددې عملياتو په ترڅ کې پنځه  وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور يې  ټپيان شوي، دغه راز يو دولتي سرتېرى هم وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د ناړۍ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي سيد حکيم هم ومنله چې لاره تر عملياتو وروسته پرانيستل شوې ده.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى دوه  ورځې مخکې دا لاره د عامو خلکو پر مخ پرانيستې وه، خو اوس هم لاره د دولتي ځواکونو پر مخ بنده ده.

نوموړي په دې عملياتو کې يواځې د دوو طالبانو د ټپي کېدو او د يو شمېر دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

د يادونې ده چې د ناړۍ ولسوالۍ او د ولايت مرکز اسعداباد ترمنځ د لارې په اوږدو کې د غازي اباد، اسمار او شيګل ولسوالۍ موقعيت لري او ناړۍ د نورستان کامدېش او د پاکستان چترال سيمې سره ګډې پولې لري.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.