کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٣): د ملي يووالي حکومت اجراييه رياست وايي چې د کابينې پاتې ١٧ غړي مشخص شوي او ولسمشر او اجرايي رييس يې په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
د ملي يووالي حکومت د اجرايي رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په نوماند وزيرانو پورې اړوند ټول پړاوونه اوس پاى ته رسېدلي دي.
هغه وويل: ((ولسمشر او اجراييه رييس د پاتې ١٧ څېرو په سر هوکړې ته رسېدلي او ټول کاري پړاوونه يې لکه د تحصيلي اسنادو څېړل، بهرنى تابعيت او نورو موارد چې په قانون کې وړاندوينه شوې، بشپړ شوي دي.))
د فيصل په خبره، په دې ډله کې يو شمېر هغه کسان هم شامل دي چې په وروستيو کې د ولسي جرګې رد صلاحيت کړي او يا يې رايه نه وه اخيستې.
د اجرايي رياست مرستيال وياند زياته کړه: ((ځينې هغه څېرې چې پخوا د ولسي جرګې له خوا رد شوې او يا يې د باور رايه نه ده ترلاسه کړې، يوه بل وزارت ته به د نوماند په توګه وړاندې شي.))
د اشرف غني او عبدالله تر منځ د ملي يووالي حکومت د جوړېدو په اړه د شوي هوکړه ليک له مخې د کابينې غړې د دغو دوو مشرانو په خوښه غوره کېږي او ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستلو لپاره ور پېژندل کېږي.
د روان کال کې د سلواغې مياشتې په لومړيو کې د ملي يووالي حکومت له جوړېدو څه باندې درې مياشتې وروسته ١٩ تنه د حکومت له خوا د نوماند وزيرانو او د ملي امنيت او مرکزي بانک د کانديد رييسانو په توګه ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستلو لپاره ور وپېژندل شول.
د وړانديز شوو وزيرانو له منځه د کورنيو، بهرنيو، کډوالو، عامې روغتيا، ماليې، کانونو، حج او اوقافو، کلو پراختيا او ملي امنيت رياست لپاره کانديدانو له ملي شورا د باور رايې واخيستي او د درېيو ښځينه نوماند وزيرانو په ګډون پاتې ټول رد شول.
د اجرايي رياست وياند د خلکو د استازو د ژمنيو رخصتيو خلاصېدو ته په اشارې سره وويل چې حکومت حاضر دى د شورا له بېرته پرانيستل کېدو سره د کابينې تازه څېرې جرګې ته د باور رايو اخيستو لپاره ور وپېژني.
خو هغه څرګنده نه کړه چې له تازه نوماند وزيرانو څخه به څو ښځې وي. د حکومت مشرانو له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې په کابينه کې به څلور ښځينه وزيرانې شتون ولري.
ټاکل شوې چې د ملي شورا ژمنۍ رخصتۍ د کب مياشتې تر ١٥مې نېټې پورې دوام وکړي.