Language

لوګر کې ٧٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي

پل علم (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٣): د لوګر چارواکي وايي چې امنيتي منسوبينو نن سهار په مرکز پل علم کې شاوخوا ٧٠٠ کېلوګرامه ترياک ضبط کړي دي.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش وايي چې دا نشه يي توکي په يوه سرف ډوله موټر کې ځاى پرځاى شوي وو چې د ملي امنيت د منسوبينو د يوه کشفي راپور له مخې ونيول.

دروېش وايي چې د موټر چلوونکى له سيمې په تېښته بريالى شوى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې دا ترياک له ننګرهار څخه د لوګر او غزني له لارې کندهار او له هغه ځايه ايران ته قاچاق کېدل.

د يادونې ده چې شاوخوا يوه مياشت مخکې هم د لوګر پوليسو په يوه موټر کې ١٠٠٠ کېلوګرامه نشه يي توکي نيولي و  او هغه مهال هم موټر چلوونکى نه و  نيول شوى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.