Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې هغه تن نيول شوى  چې د خپلې مېرمنې سر يې پرېکړى و

هرات ښار(پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٣): د هرات ولايت چارواکي وايي هغه تن يې نيولى چې تېره شپه يې په کهسان ولسوالۍ کې د خپلې مېرمنې سر پرې کړى و.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وايي چې وژل شوې ښځه سميه نومېږي او خاوند يې د کورني تاوتريخوالي په ترڅ کې ترې سر پرې کړى دى.

 احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سميې خاوند پوليسو نيولى او څېړنې ورڅخه روانې دي.

د هرات د پوليسو د وياند په خبره، دغه کس په نشه يي توکو روږدى دى او تر دې وړاندې يې هم خپله مېرمن څو ځله وهلې وه.

 په ورته وخت کې د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي وويل چې ددې ښځې مړى تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې روغتون ته راوړل شوى او له طبي معايناتو وروسته بېرته خپلې کورنۍ ته سپارل شوى دى.

د يادونې  ده چې په دې وروستيو کې د مېړونو له خوا د مېرمنو د وژلو پېښې زياتې شوې دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.