دويم تعقيب – پل علم (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٣): د لوګر چارواکي وايي چې پر امنيه قوماندانۍ په ځانمرګي ډله ييز بريد کې ٢٠ پوليس وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.
د لوګر والي نيازمحمد اميري وايي چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه څلورو ځانمرګو بريدکوونکو پر امنيه قوماندانۍ بريد وکړ.
اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوو بريدکوونکو د ملي پوليسو او دوو نورو د محلي پوليسو جامې اغوستې وې چې يوه يې د قوماندانۍ د دروازې مخې ته چاودنه ورکړه او درې نور يې د قوماندانۍ انګړ ته ننوتل.
د والي د معلوماتو له مخې، چې دوه بريدکوونکي له پوليسو سره په جګړه کې وژل شوي خو درېيم يې وکولى شول ځان د قوماندانۍ خوړنځي ته ورسوي.
د والي وياند دين محمد دروېش وړاندې پژواک ته وويل چې څلورم ځانمرګي لومړى په خوړنځي کې پر پوليسو ډزې کړي او وروسته يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
وړاندې د امنيه قوماندانۍ د صحي برخې يوه کارکوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې په خوړنځي کې د ځانمرګي بريد پرمهال لسګونه پوليس د ډوډۍ پر خوړلو بوخت وو.
د لوګر والي وايي چې په ټوليز ډول د نن ورځې په بريد کې ٢٠ پوليس وژل شوي او نهه نور ټپيان دي چې د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي. هغه وويل چې د ټپيانو حالت نازک وو.
اميري همداراز وويل چې په ننني بريد کې د قوماندانۍ دوه اجير کارکوونکي هم وژل شوي دي.
يوه حکومتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وايي چې په ننني بريد کې ٢٤ پوليس وژل شوي او ١٩ نور ټپيان دي. نوموړي پژواک ته وويل چې د بريد پرمهال په امنيه قوماندانۍ کې وو.
د پژواک خبريال وايي چې د امنيه قوماندانۍ خوړنځى له لومړۍ دروازې٨٠٠ متره فاصله لري. همداراز امنيه قوماندانۍ ته د ننوتو لپاره بايد يو څوک له درېيو نورو دروازو هم تېر شي.
تراوسه معلومه نه ده چې ځانمرګي څنګه وکولى شول خوړنځي ته ځان ورسوي، خو پوليس وايي چې په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.
بلخوا د لوګر يو شمېر اوسېدونکي چې د کورنيو غړو يې په امنيه قوماندانۍ کې دنده ترسره کوله، د بريد تر خبر اورېدو وروسته د پوليسو د قوماندانۍ مخې ته راټول شوي دي.
وسله والو طالبانو د بريد پړه منلې ده او پوليسو ته يې د درانو تلفاتو اړولو خبره کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP